1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د مرستندويه سازمانونو دپاره اوس هم بې امنه دی

۱۳۸۹ شهریور ۲۱, یکشنبه

په افغانستان کي د بشري مرستو سازمانونه د امنيت په برخه کي تر بل هروخت بيره لري.

https://p.dw.com/p/PACX
مرستندويه کارکونکو اوس د افغانستان په شمال کي هم خپل امنيت خوندي نه گڼي.
مرستندويه کارکونکو اوس د افغانستان په شمال کي هم خپل امنيت خوندي نه گڼي.انځور: AP

نيويارک ټايمز ورځپانه ليکي چي که څه هم په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو شمېر خپل وروستي حد ته رسېدلی ولي بيا هم د بشري مرستو سازمانونه خپل امنيت خوندي نه بولي.

ورځپاڼه کي ليکي د مرستندويه کارکونکو لپاره اوس هغه هيواد تر ۲۰۰۱ ميلادي کال د مخه ډير خطرناکه دی.

په ۲۰۰۱ ميلادي کال کي د امريکا په مشر نړيوالو ځواکونو د طالبانو رژيم نسکوره کړي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه خپل د نن ورځي په گڼه کي ليکي چي دغه حالت په ځانگړې توگه په تيره مياشت کي ډير ويجاړه سوی.

مرستندويه کارکونکو اوس د افغانستان په شمال کي هم خپل امنيت خوندي نه گڼي.

ملگري ملتونه وايي چي، د افغان دولت بې وسلې مامورين د هيواد په ۳۰ فيصده خاوره کي گرځېدلای نه سي او حتي په ځينو ځاينو ته خو ورتلای هم نه سي.

په افغانستان کي د چاودنو شمېر د تير کال په پرتله دوه چنده سوی.

په کابل کي د مرستندويه کارکونکو د امنيت اداري په يو راپور کي راغلي چی په ۲۰۰۹ ميلادي کال په لومړيو ۶ مياشتو کي د چاودنو شمېر ۶۳۰ و په داسي حال کي چي د ۲۰۱۰ ميلادي کال په لومړيو ۶ مياشتو کي دغه شمېر ۱۳۵۳ دی.

د روان کال د اگست د مياشتي په پیل کي د افغانستان په شمال کي د يوعيسوي سازمان ۱۰ تنه ډاکټران د طالبانو لاس ته ورغله چي وروسته يې مړي و موندل سول.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: محمد قاسم نوري