1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د مرستو له کمښت سره مخامخ دی

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ مرداد ۲۷, دوشنبه

د افغانستان دولت وایي چې یوازي درې میاشتي نور کولای شي د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړي. له افغانستان سره يوشمېر مرسته کوونکو هیوادونو د هغو شرایطو له مخي چې له دغه هیواد سره یې لري، خپلي مرستي د ځنډیدو حالت ته راوستي دي.

https://p.dw.com/p/1CwTm
انځور: picture-alliance/dpa

د هغه هوکړه ليک له مخي چې ولسمشرۍ ته د دواړو کانديدانو له خوا لاسلیک شوی دی، په پام کې ده چې د نوي ولسمشر د لوړي مراسم به د سنبلې میاشتې پر پنځلسمه نېټه تر سره شي. افغان ولسمشر حامد کرزي پر دې خبره ټینگار کړی دی چې نوی ولسمشر باید د رواني میلادي میاشتي تر پایه خپل کار پیل کړي. خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون لا تر اوسه د ټاکنو د پایلو له پاره کومه دقیقه نېټه ټاکلې نه ده. دغه کمېسیون تر اوسه پوري په دې توانیدلی دی چې د رایو د ټولو صندوقونو کابو نیمایي تفتیش کړي.

په وروستیو میاشتو کې افغان سوداگرو او صنعت گرو، څو واري د پانگوني او سوداگرۍ د کمښت په هکله خبرداری ورکړی دی او اوس افغان حکومت هم د ټاکنو پایلو د ځنډیدو له کبله د هغو د منفي اغېزو په هکله خبره ور کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اگست ۱۸مه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: «له افغانستان سره د یو شمیر هیوادونو مرستي، له یو شمیر شرطونه سره تړلي دي. که چیري ځیني دغه شرایط نه پوره کیږي، نو د دغو مالي مرستو په ورکړه کې ځنډ رامنځ ته کیږي چې د ټاکنو اوږدیدل هم یو له دغو شرایطو څخه وو.»

د يوشمېر هيوادونو له خوا له افغانستان سره د مرستو یو شرط دا دی چي په دغه هیواد کي بايد د منلو وړ او رڼې ټاکني ترسره شي. که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ټاکنو د بهیر اوږدېدل له نړۍ سره د افغانستان پر اړیکو باندي کوم منفي اغیز نه ده کړې.

خو د دغه وزارت چارواکي وایي چې د افغانستان ملاتړي هیوادونه د ټاکنو پایلو ته لاره څاري او د ټاکنو د پایلو د نه اعلانیدو له کبله په اندېښنه کې دي.

مستغني زياته کړه: «د انتخاباتو د بهیر په هکله د افغانستان د نړیوالو متحدینو او دوستو هیوادونو اندېښنه د پوهیدو وړ ده، خو له ټولو هیوادونو سره زموږ د دوستۍ اړیکي ټینگي دي او پاته به وي.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، په هغه یوه پیغام کې چې د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت یې حامد کرزي ته استولی دی ویلي دي چې متحده ایالات د ټاکنو پایلو ته لاره څاري.

د عوایدو کمښت

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې د ټاکنو د پایلو ځنډ، د افغانستان پر اقتصاد باندي «زیات منفي اغېز» لرلی دی. د نوموړي وزارت په وینا په روان کال کې په سوداگرۍ کې ۴۰ سلنه کمښت راغلی دی او پانگونه له رکود سره مخامخ ده. د مالیې وزارت ویاند له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان په وارداتو کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ سلني پوري کمښت راغلی دی.

افغان حکومت اوس دې ته اړ شوی دی چې د دولتي دفترونو له پاره د تجهیزاتو رانیول محدود کړي او هغه بودجه چې د دغې برخي له پاره ځانگړې شوې ده، د دولتي کارکوونکو د معاشونو په برخه کې يې مصرف کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني، په وینا د افغانستان دولت تر نورو درو میاشتو پوري د کارکوونکو د معاشونو د ورکولو توان لري، خو وايي چي د ټاکنو پروسې د اوږدیدو په صورت کې کولای نه شي چې د مامورینو معاشونه هم ورکړای شي: «که چیري د انتخاباتو پروسه دوام پیدا کړي او نوره هم وغځیږي په دې کې هیڅ شک نه شته چې حتې موږ به د معاشونو په ارتباط په اندېښنه کې کاندي.»

د افغانستان د مالیې وزارت د چارواکو په وینا دولت له یوه کال راهیسې تر اوسه پوري په مالي برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی. نوموړي وزارت له دواړو کاندیدانو غوښتي دي چې د افغانسان حساس وضعیت درک کړي.

په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو کمیدل د دې سبب شوی دی چې د مالیې وزارت د عوایدو له کموالي سره مخامخ شي. د دغه وزارت د چارواکو په وینا په روان کال کې د مالیې وزارت په عوایدو کې ۱۱ میلیارده افغانۍ کمښت راغلی دی او وزارت چې د عوایدو د راټولو له پاره کوم هدف ټاکلی وو، هغې ته رسیدلی نه دی.

د افغانستان دولت د انکشافي بودجې په برخه کې هم له ستونزو سره مخامخ دی. د یو شمیر پروژو تمویل ځنډیدلی دی او د بیا رغاوني د نورو پروژو کارونه پڅ روان دي.