1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان د معلوماتو له کړکیچ سره مخامخ دی»

مسعود جهش / حسين سيرت۱۳۹۳ مهر ۱۷, پنجشنبه

د افغانستان د شفافیت د څار سازمان ویلي دي چې د مرستو د مصرف په اړه د معلوماتو د نه شتون له کبله د اداري فساد پر ضد مبارزه ناکامه شوې ده: «شفافيت هغه وخت رامنځ ته کیدای شي چې مرسته کوونکي معلومات ورکړي.»

https://p.dw.com/p/1DSeF
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د شفافیت د څار سازمان د افغانستان له ۳۰ څخه په ډیرو ولسوالیو کې ۱۰۰۰ پروژې څیړلې دي چې په ډله کې یې ۶۰ سلنه په ټیټ کیفیت عملي شوې دي. د ياد سازمان د راپور له مخي په دغو پروژو کې همداراز د ادارې فساد نښې هم لیدل کیږي. دغه سازمان وایي چې خلک د خپل نظارتي حق په هکله لږ معلومات لري نو له دې کبله هغوی نه شي کولای چې د فساد مخه ونیسی.

د شفافیت د څار سازمان اجرائیه وي رئیس سید اکرام افضلي، د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۹مه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ داسې بیلگې لرو چې د کاغذ پر مخ یو مکتب شته خو هیڅ جوړ شوی نه دی. موږ داسې بیلگې هم لرو چې یو ښوونځی جوړ شوی دی خو یوازې څو ورځې وروسته بیرته له منځه تللی دی. واټنونه جوړ شوي دي خو اوس دغه واټنونه هیڅ نه شته.»

په تیرو ۱۳ کالونو کې د افغانستان پر بیا رغونه په میلیونونو ډالر لگول شوي دي. ويل کيږي چي افغان دولتي ادارې نه دي توانیدلي چې د دغو مصرفونو پر څرنگوالي باندي څارنه وکړي. د افغانستان د بیارغونې امریکایي اداره یا سیگار، په دې هیواد کې د امریکایي مرستو د مصرف پر څرنگوالي باندې څارنه کوي. دې ادارې داسې رپوټونه خپاره کړي دي چې له مخي يې په افغانستان کې د متحده ايالاتو په میلیونونو ډالر ضایعه شوې دي. د سیگار وروستی رپوټ ښيي چې د کورنیو چارو په وزارت کې د امریکا متحده ایالاتو ۲۰۰ میلیونه ډالر ورکي شوې دي.


ښاغلي افضلي وويل چې د څارنیزو میکانیزمونو د نه شتون له کبله ډیری پروژې په بې کیفیته ډول پلي کیږي او ورته ځانگړې کړل شوې پیسې حیف او میل کیږي: «د معلوماتو او څارنې د نه شتون له کبله او د دې په خاطر چې وښول شي چې په افغانستان کې ډیر کار شوی دی، موږ د دې شاهدان یو چې ډیرې مرستې حیف او میل کیږي.»


د شفافیت رامنځ ته کیدو له پاره وړاندیز


د شفافیت د څار سازمان له مرستندویه هیوادونو او سازمانونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د موثر څار د رامنځ ته کیدو په موخه د مرسته شویو پیسو د مصرف په اړه پر وخت، په کافي اندازه او د لاسرسي او پوهاوي وړ معلومات خپاره کړي. د دې سازمان چارواکي وايي چې افغانستان اوس د معلوماتو د کمښت له یوه کړکیچ سره مخامخ دی.


ښاغلي افضلي وویل: «موږ په رښتیا سره چې د معلوماتو له یوه کړکیچ سره مخامخ یو. په افغانستان کې باید هم دولت او هم مرستندویه سازمانونه جدي پاملرنه وکړي چې د شفافیت او حساب ورکوونې له پاره لاره هواره شي.»


د شفافیت د څار سازمان وايي چي همدا اوس يې د افغانستان په یو شمیر کلیو او لیرو پرتو سیمو کې خلکو ته په دې اړه روزنې ورکړې دي چې څرنگه د پروژو څارنه وکړي. په هغه صورت کې چې د یوې پروژې پلي کوونکي شرکت خپل کارونه په بې کیفیته ډول پر مخ یوسي، د دې سازمان څارونکي پر سیمه ییزو چارواکو باندې فشار اچوي چې د دې کار مخه ونیسي.


تر دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر په وار وار پر هغو پروژو او تړونونو باندې نیوکه کړې وه چې په مستقیم ډول د بهرنیو سازمانونو له خو شخصي شرکتونو ته ورکول کیږي.