1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان : د مليارډو ډالرو کومکي پيسومصرف معلوم ندی

۱۳۸۹ آبان ۷, جمعه

د يوه هراړخيزه رپوټ پر اساس د امريکا متحده ايالات نسي کولای ، خپلي پرمختيايي مرستي بيرته کنټرول کي ، چي مثلأ افغانستان ته يې د17,7مليارډه ډالره په اندازه کومکي پيسې په سم ډول مصرف سوي دي ، او که څنګه

https://p.dw.com/p/PrrS
انځور: picture-alliance/ dpa

د افغانستان د بيرته آبادولو امريکايي خاص کنټرولونکي سازمان مشر SIGAR آرنولډ فِلډس پرون وويل ، چي دغه پيسې د 2007 م کال څخه تر 2009 کال پوري مجموعأ 7000کمپنيانو ته ورکول سوي دي ، تر څو دبیاآبادولو کارونه سرته ورسوي . خو ددغه سازمان مقاماتو نسوای کولای ووايي ، چه ددغو پيسو څخه واقعأ څونه په مصرف رسيدلي دي .

Aufbau in Afghanistan
انځور: DW

د AFP د خبري آژانس سره د موجوده رپوټ پر اساس د پيسو د مصرفولو د ثبوت مشکل په افغانستان کښي د بيا آبادولو د کارو د شروع ، يعني 2002 کال څخه موجود دی .

کتونکی : محمد قاسم نوري

کتونکی : باري حکيم