1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د نجونو د زده کړې په برخه کې پرمختگ کړی دئ

مسعود جهش (Reuters)۱۳۹۱ مهر ۲۶, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو علمي، فرهنگي او روزنیز سازمان (یونسکو) په خپل نوې رپوټ کې ویلي دي چې افغان دولت د نجونو د زده کړې په برخه کې د ډیرو خنډونو په له منځه وړلو بریالی شوی دئ.

https://p.dw.com/p/16RHo
Afghan school girls read their lessons at the Aziz Afghan Secondary School in Kabul, Afghanistan, Tuesday, May 23, 2006. Even though there is a big improvement in the Afghan educational system, since fall of the Taliban regime late in 2001, the rehabilitation of education in Afghanistan is a massive task and challenge, both for Afghans and the international community. Still most of the schools need proper installations, after more than a quarter- century of war and occupations in Afghanistan. (AP Photo/Rodrigo Abd)
UN Millennium Ziele 2 Schulbildungانځور: AP

دا په داسې حال کې ده چې دې سازمان همداراز زیاته کړې ده چې اوس هم په افغانستان کې د جنسیت تساوي شاخص د نړۍ د بل هر هیواد په پرتله ټیټ دئ.

د ملگرو ملتونو دغه رپوټ د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر د میاشتې ۱۶مه نیټه) خپور شوی دئ. په رپوټ کې راغلي دي چې هغه وخت چې طالبانو نجونې ښوونځیو ته له تلو څخه منع کړې وې یوازې څلور سلنه نجونې په ښوونځیو کې ثبت شوې وې خو دغه سلنه په ۲۰۱۰ کال کې ۷۹ سلنه ته پورته شوې ده.

دغه رپوټ د «زده کړه د ټولو له پاره» تر عنوان لاندې خپور شوی دئ. په رپوټ کې راغلي دي چې سیمه ییزو ښوونځیو د دې امکان رامنځ ته کړی دئ چې نجونې وشي کولای پرته له ډیرو امنیتي ستونزو ښوونځیو ته ولاړې شي چې په دې ترتیب سره په ښوونځیو کې د نجونو شمیر هم ډیر شوی دئ.

په رپوټ کې همدا راز راغلي دي چې افغانستان د جنسیت برابرۍ د شاخص له لحاظه په تولې نړۍ کې په یوه ډیر بد وضعیت کې دئ. یو هیواد هغه وخت د جنسیت برابرۍ ته رسیدای شي چې دغه شاخص په دې هیواد کې د ۰.۹۷ او ۱.۰۳ تر منځ وي. په ۲۰۰۰ کال کې د هغو هیوادونو شمیر چې د جنسیت برابرۍ شاخص په کې تر ۰.۹۷ کم وو ۱۱ هیوادونو ته راټيټ شو. په ۲۰۱۰ کال کې یوازې د افغانستان د جنسیت برابرۍ شاخص تر ۰.۹ ټیټ وو.

د زده کړې اهداف

په ۲۰۰۲ کال کې د زده کړې اهداف د ۱۶۰ هیوادونو له خوا وټاکل شول چې په هغوی کې په ماشوموالي کې د زده کړې څارنه، په ټولې نړۍ کې لومړنیو زده کړو ته لاسرسۍ، ځوانانو او لویانو ته د مهارتونو د زده کړې د شرایطو برابرول، پنځوس سلنه ته د لویانو د زده کړې د کچې لوړول، د زده کړې د کیفیت لوړل او جنسیت برابرۍ شامل دي.

د یونسکو د رپوټ پر اساس دغو اهدافو ته د رسیدو له پاره هڅې ډیرې سستې دي. په رپوټ کې همداراز راغلي دي چې ښايي نړۍ تر ۲۰۱۵ کال پورې دغو اهدافو ته و نه رسیږي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې نړۍ د جنسیت برابرۍ په برخه کې ډیرې لاس ته راوړنې لرلي دي. خو په دې برخه کې افریقایي او عربي هیوادونو ډیر پرمختگ نه دئ کړی او افغانستان لا اوس هم د جنسې برابرۍ له لحاظه تر ټولو وروسته پاتې دئ.

د مسلکې مهارتونو کمښت

د یونسکو په رپوټ کې راغلي دي چې اوس هم په نړۍ کې ډیری ځوانان پرتله له دې چې لازم مسلکي مهارتونه ولري ښوونځي پریږدي. ډیر شمیر دغه ځوانان په لیرو پرتو سیمو کې ژوند کوي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې ځوانې میرمنې په خاصه توگه بیکاره دي او یا هم په ټیټو معاشونو کار کوي.

په روپوټ کې راغلي دي چې په ټولې نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه کسان چې له ۱۵ کلنو څخه تر ۲۵ کلنو پورې عمر لري په دې نه دي توانیدلي چې خپلې لومړنۍ زده کړې بشپړې کړي. د دغو کسانو په ډله کې ۱۱۶ میلیونه نجونې شاملې دي.