1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د نړیوال ترانزیت غړی شو

۱۳۹۰ اسفند ۱۰, چهارشنبه

افغاسنتان د سیمې د څو هیوادونو په کچه د نړیوال ترانزیت د یوې دوې ورځنۍ غونډي کوربه وو. په دغه غونډه کې پر افغانستان سربیره د ایران، تاجکستان، قرغزستان، د ایکو سازمان او د نړیوال ترانزیت استازو گډون کړی وو.

https://p.dw.com/p/14Bu1
انځور: picture-alliance/dpa

د نوموړي غونډي تر ختمیدو وروسته چې په هرات کې جوړه شوې وه افغانستان عملا د نړیوال ترانزیت غړیتوب تر لاسه کړ.

د نوموړې غوڼدې تر ختمیدو وروسته افغانستان رسما دغه حق تر لاسه کړ چې له دې وروسته به ټولي نړۍ ته خپل سوداگریز مالونه ولیږدولای شي. خو کارپوهان لا هم افغاني ظرفیتونه کمزوري گڼي او په وینا ئې چې ځان باید له نړیوال ستندرد سره برابر کړي.

په نړیوال ترانزیت (Transports Internationaux Routiers) سازمان کې د افغانستان ګډون له هرات ولایت څخه اروپا ته د دوو لارۍ موټرو په سمبولیک حرکت سره تمثیل شو.

په دغه غونډه کې د نړیوال ترانزیت استازي، د جنوبي آسیا هېوادونو د اقتصادي سازمان یا ایکو سیکرترجنرال، د افغانستان، ایران، تاجکستان، او قرغزستان، ځینې مامورین او سوداګر راټول شوي ول.

د هرات والي ډاکټر محمد داود شاه سبا، د افغان ولسمشر په استازیتوب د ترانزیت په نړیوال سازمان کې د خپل هیواد غړیتوب له لویو اقتصادي پرمختګونو څخه وباله او ویویل چې په دې کار سره به ډیرو خلکو ته کاري بوختیاوي برابري شي.

د والي په وینا د دغې پروژې پرانیستل به په نړیواله توگه په اقتصادي برخه کې لوی پرمختگونه رامنځ ته کړي.

افغانستان ۴۰ کاله د مخه د نوموړي ټولني غړیتوب تر لاسه کړی وو خو پر افغانستان د شوروي اتحاد تر یرغل وروسته په دې برخه کې کوم پرمختگ ونه شو.

د ټولني د غړو په وینا د جگړو له امله د سړکونو ویجاړیدلو او د غیر معیاري امکاناتو شته والي په مؤقتي ډول د افغانستان غړیتوب ځنډولی وو.

خو په تیره لسیزه کې د سړکونو او د اورگاډي د پټلۍ د غځیدو تر پلانونو وروسته اوس افغان چارواکي په دې آند دي چې افغانستان د منځنۍ آسیا هیوادونو تر منځ د سوداگرۍ په یو مهم مرکز بدلیدلای شي.

د افغانستان د سوداګرۍ د خوني مرستیال رئیس، خانجان الکوزی، د ترانزیت نړیوال سازمان کې د گډون له امله خوښ دئ خو د دولت له لوري د لږو امکاناتو د لرلو له امله اندیښنه ښیي او وایي چې ظرفیتونه باید پياوړي کړای شي.

خو د افغانستان د ترانسپورت وزارت د بهرنیو اړیکو د ریاست مشرې یلدا ناطق، وویل چې ټول لازم تدابیر په پام کې نیول شوي دي او د روان کال په نیمايي کې به دغه پروګرام عملي شي.

د نړیوال ترانزیت د اصولو له مخي افغانستان باید د نورو غړو هیوادونو په څیر کانتینري سیستم، د سرکونو لارښود او گمرکي اسانتیاوي ولري.

پر دې سربیره به افغانستان د نړیوال ترانزیت ۱۷۰ غړو هیوادونو ته خپل سوداگري مالونه استولای شي او هدف ته تر رسیدو به دغه لارۍ پرته له امنیتي دلایلو څوک نه دروي.

شریف شرفیار/ هرات
کتونکی: سید ریاض