1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د نړی د درو تر ټولو فاسدو هیوادو په ډله کې دی

۱۳۹۴ بهمن ۷, چهارشنبه

د ړونتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۵ کال فساد شاخص په درجه بندي کې افغانستان، شمالي کوریا او سومالیا د نوملړ په پای کې راغلي دي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې ژمنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/1HkTU
انځور: DW/H. Sirat

د ړونتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۵ کال له پاره په اداري فساد د اخته هیوادونو د نوملړ له خپرولو سره ویلي دي چې برازیل په دې هیواد کې د اداري فساد د لویو پیښو له کبله اووه درجې لوړ شوی دی او اوس په ۶۷ درجه کې قرار لري. په همدې حال کې د خپور شوي نوملړ له مخې په مالیزیا کې هم د فساد کچه لوړه شوې ده.

په ټولیزه کچه د ارزول شویو هیوادونو له ډلې څخه دوه پر دریمې برخې یې د ړونتیا نړیوال سازمان «د اداري فساد شاخص په ارزونه کې» تر ۵۰ ټیټې نمرې ترلاسه کړي دي. دا په داسي حال کې ده چې تر ټولو لوړې نومرې سل دي.

په دې ترتیب سره دنمارک، فنلند او سویدن، د دې سازمان د لوملړ درې لومړي هیوادونه او افغانستان، شمالي کوریا او سومالیا بیا د نوملړ درې وروستي هیوادونه دي.

د نړۍ لوی اقتصادونو لکه چین، هندوستان او روسیه هم د شفافیت په شاخص کې تر ۵۰ ټیټې نومرې اخیستې دي. د ړونتیا نړیوال سازمان د څیړنې مشرې روبین هودیس، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «برازیل، روسیې، هندوستان، چین او سویلي افریقا زموږ د شفافیت په شاخص کې تر ۵۰ ټیټې نمرې اخیستې دي. دغه ټول هیوادونه د اداري فساد په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي، او دا هغه هیوادونه چې د نړۍ په اقتصاد کې یا خو ډیر لوړ دي او یا خو هم د لوړیدو په حال کې دي.»

د ړونتیا نړیوال سازمان پر خلکو باندې غږ کړی دی چې پر خپلو دولتونو باندې فشار راوړي ترڅو له ادارې فساد سره د مبارزې په موخه اړین اصلاحات رامنځ ته کړي.

هودیس ویلي دي: «موږ فکر کوو چې دا ډیره مهمه ده چې نه یوازې دولتونه باید هغه ریفورمونه پلي کړي چې موږ یې غوښتنه لرو، خپلې پالیسۍ بدلې کړې او هغه پلې کړي، بلکه دولتونه باید خلکو ته هم پام واړوي او د خلکو هڅې په پام کې ونیسي.»

هغې زیاته کړې ده: «خلک کولی شي چې د اداري فساد موضوع ته د پام اړولو په برخه کې ډیر مهم نقش ولوبوي. موږ فکر کوو چې په اوږدې موده کې به ډیره ښه وی چې که خلک په خپله اداري فساد ته د حل لارو موندلو برخه وي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب