1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د نړۍ تر ټولو ځوان هيواد دی

حسین سيرت۱۳۹۳ آذر ۱۸, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو د «نفوس صندوق» له خوا برابر شوی رپوټ، ښيي چې د افغانستان ۶۰ سلنه وگړي تر ۲۵ کلونو کښته عمر لري. په دې رپوټ کې افغانستان د نړۍ تر ټولو ځوان هیواد ياد شوی دی.

https://p.dw.com/p/1E1QE
انځور: Mojtaba Mahdavi

په رپوت کې ټینگار شوی دی چې پر ځوانانو باندي پانگونه کولای شي چې په افغانستان کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختگ له پاره لاره هواره کړي. د رپوټ په حواله تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به، په افغانستان کې د کار د متقاضیانو پر شمیر پنځه میلیونه نور هم اضافه شي.

د ملگرو ملتونو د د نفوس صندوق په حواله په راتلونکو پنځو کلونو کې به په افغانستان کې پنځه میلیونه کسان د کار سن ته ورسیږي. دې سازمان زیاته کړې ده چې دغه بهیر به د څلویښتو کلونو له پاره دوام پیدا کړي.

په دغه رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د ډسمبر ۹مه) خپور شو راغلي دي: «هغه د پرمختیا په حال کې هیوادونه چې د ځوانانو شمیر یې پر زیاتیدو دی کیدای شي چې ښه اقتصاد ولري خو په دې شرط چې د ځوانانو په تحصیل کې پانگونه وکړي او د هغوی حقوق وساتي.»

په رپوټ کې روښانه شوې ده چې که د افغان ځوانانو زده کړي او کارموندنې ته توجه و نه شي، کیدای شي چې هغوی د اقتصادي ودې پر ځای د افغانستان د بې ثباتۍ او ناامنۍ سبب شي.

زده کړو ته لاسرسی، د افغانستان له ځوان نفوس څخه د ښې استفادې له پاره اساسي شرط یاد شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښووني او زوني وزارت په حواله همدا اوس په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان له زده کړو څخه بې برخي پاته دي.

پر نجونو باندي پانگونه

په رپوټ کې ټینگار شوی دی، چې د نجونو پر ځوان نسل باندي هم باید پانگونه وشي. د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ځوانانو چارو معین تیمور شاه اسحاق، په کابل کې د دې رپوټ د خپریدو په مناسبت جوړي شوي غونډي ته وویل: «د فقر دوران چې له نسلونو راهیسې روان دی کیدای شي پر ځوانو نجونو باندي د پانگوني او تر وخت دمخه د هغوی د امید واره کیدو د مخنوي له لارې مات شي.»

په رپوټ کې راغلي دي چې د بېسواده نجونو تر وخت دمخه ودول، په افغانستان کې فقر ته لاره هواروي او له یوه نسل څخه بل ته بېسوادي لیږدوي. رپوټ ټینگار کړی دی چې د یوه پلان له مخي واده کول او د کورنۍ جوړول کیدای شي چې د کورنیو عاید ډیر کړي.

لږ اولادونه

د رپوت په حواله په لوړ عمر کې ودونه او د لږو ماشومان لرل د اقتصاد له ودې سره مرسته کولای شي. رپوټ ویلي دي چې همدا اوس له هرو لسو ځوانانو څخه نهه تنه یې په لږ پر مختللو هیوادونو کې ژوند کوي. ټینگار شوی دی چې د دغو ځوانانو له ډلي څخه ډیر یې د روزنیزو پروگرامونو د نه شتون له کبله بېکاره دي او له ظرفیت څخه يې په هغه ډول چې باید وشي استفاده نه کیږي.

د ملگرو ملتونو د نفوس صندوق ویلي دي چې تر وخت مخکي د نجونو د ودولو مخنیوی باید د افغان حکومت په پراختیایي پروگرام کې شامل وي.