1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان د هند د مرکزي اسيا د ستراتيژۍ شمزۍ ده»

گابريل/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه

افغان ولسمشر اشرف غني هند ته په درې ورځني سفر تللی وو،څو له دغه هیواد سره تجارتي اړیکې پراخه کړي او له پاکستان سره د تودو اړیکو سره سره، نوی ډهلي ته د خپل هیواد د دوستۍ ډاډ ورکړي.

https://p.dw.com/p/1FINP
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اپریل میاشتې پر ۲۸ نیټه د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره تر یوه ملاقات وروسته له هغه سره گډ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «هند او افغانستان میلیوني اړیکي لري.» اشرف غني هند ته په یو درې ورځني سفر په دې موخه تللی وو چې د افغانستان د پرمختگ او طالبانو پر ضد جگړه کې نوی ډهلي خپله ژمنه تکرار کړي او همداشان په دغه جگړه ځپلي هیواد کې هندي پانگوالو ته ډاډمنتیا ورکړي.

نوی ډهلی په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم د رانسکوریدو راهیسې له کابل سره نزدې اړیکي لري او په ځانگړې توگه د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال دغه اړیکې ډیرې تودې وې.

هند په تیره لسیزه کې له افغانستان سره د ۲،۲ميليونو امریکایي ډالرو په ارزښت مرستي کړي دي. دا دغه هیواد له خوا له کوم بهرني هیواد سره کیدونکي تر ټولو زیاتې مرستي دي. خو اوس په دې هکله انديښنې راپورته شوي دي چې افغان ولسمشر د خپل ټاکل کیدو سملاسي وروسته له هند څخه دمخه چین او پاکستان ته د سفر پریکړه وکړه.

له دویچه ویله سره په مرکه کې ډهلي میشته د دفاعي چارو او تحلیلي انستیتیوت کارپوه سمروتي پټانایک، د افغانستان او اسلام آباد تر منځ د تودو اړیکو په هکله خبري کړي دي او دا روښانوي چې هند څرنگه د افغانستان په اقتصادي وده کې ونډه لرلای شي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې هند ته د غني د سفر مهم هدفونه څه؟ سمروتي پټانایک وايي چې د دغه سفر یو شمیر عناصر د پام وړ دي: «لومړی دا چې غني غواړي هند ته د دې ډاډ ورکړي چې د هغې د مهم ستراتيژیک شریک په توگه پاتيږي. دوهمه دا چې په افغانستان کې د هغوی پانگوني خوندي دي او د یاغیانو له بریدونو به خوندي وساتل شي، او دریمه دا چې غني نوره پانگونه غواړي چې د ایران د چابهار بندر د جوړیدو پروسه گړندۍ شي.»

هند ته په ځنډ سره د غني د سفر په هکله دغه کارپوه زیاتوي چې تر شخړه ییز ټاکنیز بهیر وروسته چې په ترڅ کې یې غني د ولسمشر په توگه وټاکل شو، د سیاسې مشرتابه پر وړاندي مهم موضوعات راتلونکي امنیتي ستونزي او له طالبانو سره د سیاسي جوړچاړي په موخه خبري اترې وې چې دغه جگړي ځپلي هیواد ته سوله راولي.

د هغې په وینا د دغو دواړو موضوعاتو په پام کې نیولو سره، «اشرف غني د امریکا متحدو ایالاتو، پاکستان، چین او سعودي عربستان د مرستو د تر لاسه کولو په هڅه کې شو. نوي ډهلي په دغو اړینو ضرورتونو کې څه نه شوای کولای.» هغه زیاتوي چې په هر صورت هند به د افغانستان د یوه مهم شریک او د دغه هیواد د خلکو له پاره د یوه محبوب هیواد په توگه پاته وي.

دا چې افغانستان د هند له پاره څومره مهم دی؟ په دې هکله پاټانیاک زیاتوي، افغانستان د مرکزي آسیا د ستراتیژۍ له پاره د هند اصلي رکن جوړوي. د هغه په وینا دغه هیواد دغو هیوادونو ته چې په وچه کې راگیر دي د وصلیدو امکانات برابروي. همداشان دغه کارپوه زیاتوي چې «یو باثباته افغانستان به د سیمې په ثبات کې د پام وړ ونډه ولري.»

د دغه کار پوه په وینا هند د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو پراخیدل په دقت سره څاري. هغه وايي، اسلام آباد په افغانستان کې د سولي د رامنځ ته کیدو له پاره مهم دی، ځکه چې د طالبانو د رهبرۍ کوربه توب ته یې ادامه ورکړې. که چیرې پاکستان په دې وتوانیږي چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو اترو میز ته کښینوي، هند نه یوازې له دې سره مخالفت نه لري، بلکې خوشحاله به هم شي.

د هغه په وینا په هند کې په دې هکله انديښنې موجودې دي چې په دغو خبرو اترو کې به د پاکستان منځگړتوب څه ډول وي.