1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان، د پاکستان او امريکا د «ستراتيژيکو خبرو» اصلي موضوع

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۵, شنبه

امريکا متحده ايالات او پاکستان تر درې کلن ځنډ ورسته خپلي ستراتيژيکي خبري اتري بيرته پيلوي. دا په داسي حال کي ده چي دواړه هيوادونه په افغانستان کي د ثبات راتلو له پاره تلاښونه کوي.

https://p.dw.com/p/1Ax3Q
انځور: Reuters

امريکا متحده ايالاتو او پاکستان په لومړي وار د خپلو پېچلو اړيکو د ښه کولو له پاره «ستراتيژيکي خبري اتري» په ۲۰۱۰مېلادي کال کي پيل کړې، خو دغه خبري اتري بيا د اړيکو تر لا پېچلو کېدو وروسته وځندول سوې.

د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کېړي د تيرکال په اګست مياشت کي په اسلام آباد کي د سفر پرمهال د دغو خبرو اترو د بيا پيلېدو اعلان وکړ. په پلان کي ده چي کېړي به د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۷) په واشنګټن کي د پاکستان د ملي امنيت له سلاکار سرتاج عزيز سره وګوري.

د امريکا يوه چارواکي چي نوم يې نه دی اخيستل سوی ويلي دي چي د همکاريو پر دواړو اړخونو يعنی امنيتي او اقتصادي برخو باندي به خبري وسي او دغه راز به د خبرو د راتلونکي په اړه يوه «طرحه» جوړه سي. دغه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «په اړيکو کي زيان رامنځ ته سوی وو، په تير يو نيم کال کي دواړو هیوادونو ډېر تلاښونه کړي دي چي دغو اړيکو ته بيرته استحکام وربخښي.»

امريکا چي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر۱۱ تر پيښي وروسته له پاکستان سره ستونزمني اړيکي لرلي دي په دې تلاښ کي دی چي له افغانستان څخه د عسکرو په ايستلو کي ورسره مرسته وکړي. دا په داسي حال کي ده چي د اوباما هغه غوښتنه چي کرزی دي له واشنګټن سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړي، منل سوې نه ده. دغه امنيتي تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي.

د امريکا متحده ايالاتو يوه بل چارواکي ويلي دي: «زه فکر کوم چي زموږ او پاکستان تحليل مشابې دی، چي له افغانستان څخه د ناټو او امريکايي ځواکونو ناببره وتل کېدای سي په دغه هيواد کي د بې ثباتۍ سبب سي.»

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف، د تيرکال په اکتوبر مياشت کي له اوباما سره د ليدني پرمهال ژمنه وکړه چي له افغانستان او هندوستان سره به د خپلو اړیکو پر ښه کولو باندي کار وکړي. له دې ټولو سره سره شريف له امریکا سره د همکاريو له محدويتونو سره مخامخ دی.

د بېلګې په توګه، د هغه مخالفانو لکه عمران خان په افغانستان کي ناټو ځواکونو ته پر تلونکو اکمالتي لاريو باندي لاره بنده کړې ده. پر دې سربيره پاکستان پخپله په کورني تاوتريخوالي کي غرق دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارني سازمان د وروستي راپور له مخي تيرکال نزدې ۴۰۰ شيعه مذهبه انسانان په دغه هيواد کي وژل سوي دي.

د «جنوبي آسيا د انتلانتيک شورا مرکز» څخه شجاع نواز، وايي چي شريف په واشنګټن کي د یوه قدرتمند شريک په توګه پيژندل کيږي، ځکه چي هغه په يوه ډېر قوي سياسي موقيعت کي دی: «خو داچي هغه په رښتيا هم يو قوي شريک وي، په دې پوري اړه لري چي هغه څومره کولای سي په خپل هيواد کي دننه شرايط باثباته کړي او له امريکا سره مرسته وکړي چي په افغانستان کي وضع باثباته سي.»