1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان باید ګوزڼ له منځه یوسي»

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ تیر ۱۵, شنبه

د افغانستان د عامه روغتیا وزارت او د روغتیا نړیول سازمان چارواکي وايي چې دغه هیواد د پولیو د واکسین په تطبیقولو کې له نورو هیوادونو شا ته پاتې دی. اوس افغانستان تر فشار لاندې دی چې پولیو په بشپړه توګه له منځه یوسي.

https://p.dw.com/p/1939Z
A Pakistani health worker gives a polio vaccine to a child in Lahore, Pakistan, Monday, June 4, 2012. Polio remains endemic in Afghanistan, Nigeria and Pakistan. (Foto:K.M. Chaudary/AP/dapd)
Polioimpfung in Pakistanانځور: AP

افغانستان، پاکستان او سومالیا د نړۍ هغه هیوادونه دي چې اوس هم په کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ پېښې رامنځ ته کیږي. ملگري ملتونه اوس پر دغو هیوادونو باندې فشار راوړي چې د پولیو د له منځه وړلو په موخه په لا ډیرو اقداماتو لاس پورې کړي. ملگري ملتونه له دې ویره لري چې کیدای شي پولیو له دغو درو هیوادونو څخه یو ځل بیا هغو هیوادونو ته وغځیږي چې اوس یې دغه ناروغۍ په بشپړه توگه له منځه وړې ده.

ډاکټر عبدالرحمان غفوري په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان یو چاروکی دی چې د پولیو د واکسین د د تطبیقولو په برخه کې کار کوي. هغه د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د جولای شپږمه نیټه) په کابل کې یوه محفل ته وویل: «په خواشینۍ سره افغانستان د پولیو د ناروغۍ د له منځه وړلو په پروگرام کې شا ته پاتې دی. په اصل کې باید افغانستان د پولیو ناروغۍ له منځه وړې وای خو دغه هیواد په دې کار کې ناکامه پاتې شوی دی.»

په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۳۷ نوې پېښې ثبت شوې دي. د پولیو د ویروس له کبله ماشومان فلجیږي. سړی کولای شي د واکسین له کولو سره د دغه مرض مخه ونیسي خو که یو ځل سړی پر دې ناروغۍ اخته شي نو د هغه علاج نه شي کیدای.

په افغانستان کې هر کال څلور وارې د پولیو واکسین تطبیقیږي. د افغانستان د روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان د دغه واکسین د تطبیقولو مسوولیت پر غاړه لري.

ښاغلي غفوري په دې خبره باندې ټینگار کوي چې پخپله افغانان باید د پولیو د واکسین ملاتړ وکړي او هغه ټولو ماشومانو ته تطبیق کړي. هغه زیاتوي: «موږ غواړو پخپله خلک د پولیو د واکسین د تطبیقیدو د بهیر څارنه وکړي. خپله خلک باید د دغه واکسین د تطبیقیدو څارنه وکړي ترڅو موږ خپل هدف ته ورسیدلای شو.»

غفوري پر دې خبرې باندې ټینګار وکړ چې افغانستان او پاکستان نه شي کولای چې د یو بل له همکارۍ پرته دغه ناروغۍ په بشپړه توګه له منځه یوسي. هغه روښانه کړه چې دواړه هیوادونه د یو بل په مخ پرانیستې سرحدونه لري، نو له دې کبله یو کس کولای شي چې دغه ناروغۍ له پاکستانه افغانستان ته او یا هم له افغانستانه پاکستان ته ولیږدوي.

د کابل د اوسیدونکو د ملاتړ جلبول

د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله اوس مهال په کابل کې څه نا څه یو میلیون ماشومان اوسیږي. د غفوري په خبره دغو ټولو ماشومانو ته رسیدل یو ستونزمن کار دی.

دا په داسې حال کې دی چې د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د واکسین په تطبیقولو کې د کابل له ښاروالۍ څخه مرسته غوښتې ده. د کابل د ښاروالۍ معین خوژمن علومي، وویل چې تر دې وروسته به د کابل ښاروالۍ ۲۲ واړه ناحیې د پولیو د واکسین په تطبیقولو کې مرسته وکړي. هغه زیاته کړه: «موږ کولای شو په مستقیم ډول د دغه پروګرام په پلي کولو کې ښکیل شو. سیمه ییز استازي په دې برخه کې ډیر پیاوړی نقش لوبولی شي. موږ ډاډمن یو چې هغوی به له دې بهیر سره مرسته وکړي.»

په افغانستان کې ۱۹ کاله مخکې د پولیو د واکسین د تطبیقیدو بهیر پیل شو. اوس مهال د افغانستان د نورو سیمو په پرتله له پاکستان سره د دې هیواد په پولو کې دغه ناروغي ډیره موجود ده.