1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو سره د کوماندوي ځواک اغيزمنه جګړه

۱۳۹۶ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

د طالبانو پر ضد جګړه کې د افغان کوماندوي ځواک برياوو ته په کتو سره د دغه ځانګړي ځواک د شمير زياتولو پريکړه شوې. د دې کوماندوي ځواک ځانګړتيا د شپې له خوا چاپې او د وسله والو د پټنځایونو په نخښه کول دي.

https://p.dw.com/p/2jM6N
Afghanistan Kabul Anschlag irakische Botschaft
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د «ځانګړو عملياتو فرقه» (SOC) به ډير ژر د هغه جګړې په لومړيو ليکو کې وليدله شي چې د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ یې افغانستان ته د نورو ځواکونو په ليږلو سره د «ګټلو» هوډ کړی.

کمپ مورهيډ، کابل ته څيرمه د روسانو د دورې يوه پوځي اډه ده. دا اډه له هغو دوو څخه يوه ده چې د امريکا په مشرتوب نړيوال ځواک د يوه پروګرام په چوکاټ کې د افغانستان کوماندو ځواک روزي.

يو کوماندو چې نه پيژاندل کيدی، په دې وروستیو کې يې د ثانوي زده کړو په مرکز کې خبريالانو ته وويل: «موږ ښکاريان يوو. زه غواړم چې ووايم چې موږ قاتلان يوو. موږ د خرابو انسانانو لټه کوو او غواړو چې له منځه یې يوسوو.»

ځانګړی عملیاتي کوماندي ځواک چې ځانګړي ځواکونه پکښې شامل دي، د افغانستان د ملي امنيت او امنيتي ځواکونو ۷ سلنه برخه ده او دوی تقريباً په ۸۰ سلنه  علمياتو کې برخه اخلي او ادعا لري چې هر ځل له دغه عملياتو بريالي راوځي. امريکايي او افغان امنیتي ځواکونه هم د دوی دغه ادعاوې تائیدوي.

خو څرنګه چې طالبان په ټول افغانستان کې د پياوړي کيدو په حال کې دي او داعش هم سر راپورته کړې او د خپريدو په حال کې ده نو دا انديښنه هم ورسره رامنځ ته شوې چې افغان ځواکونونه هم نور په فزيکي توګه ستړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري په دې هکله وويل: «دا خبره سمه ده چې دوی ستړي شوي دي، ځکه چې دوی د ټولې نړۍ په استازيتوب د څو وسله والو ډلو پر ضد جنګيږي.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال په پیل کې د يوه څلور کلني پلان په چوکاټ کې چې د افغانستان د هوايي ځواک پياوړي کول هم په پام کي لري، د دې ځواکونو شمير چې ۱۷۰۰۰ دی، د دوه چند کېدو امر کړی وو.

په کمپ مورهيد کې چې پخوا د طالبانو له خوا هم د روزنیز کمپ په توګه ترې استعفاده کيدله، افغان کوماندو څو مياشتنې روزنه ترلاسه کوي.

تر دې وروسته دوی بيا په شمال کې له کندوز څخه نيولې په جنوب لويديځ کې تر هلمنده پوري له هغو کليو او ولسواليو دفاع کوي چې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي. د دوی ځانګړتيا په دې کې ده چې دوي د شپې چاپې وهي او د مخالفينو پټنځايونه په نخښه کوي.

يوه افغان ډلګۍ مشر وويل: «سړی بايد په فزیکي توګه قوي وي ځکه په کوماندوي ځواک کې د شامليدو له پاره د انتخاب په دوره کې سړی مجبور وي د يوه ۲۵ کيلويي دروند د شا له بکس سره وګرځي.»

له هغه راهيسې چې د ۲۰۱۴ م کال په دسمبر میاشت کې د امريکا په مشرتوب ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپل ماموريت پای ته ورساوه، افغان ځانګړو ځواکونو او کوماندو د طالبانو او داعش  وسله والو ډلو پر ضد ستر عمليات کړي دي.

يوه امريکايي جنرال وويل: «کله چې موږ ځانګړي ځواکونه عملیاتو ته ليږو نو هيڅکله هم جګړه نه بايلو. که چيرې موږ د دوی شمير دوه چنده کړو نو زموږ وړتياوې هم لوړيږي او موږ پوهيږو چې دا کار به طالبان انديښمن کړي.»

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرال نکلسن په دې وروستيو کې خبريالانو ته وويل چې هغه اضافي امريکايي عسکر چې افغانستان ته به وليږل شي هغه به د افغان ځواکونو په روزنه کې برخه واخلي او په دې توګه د افغانستان د هوايي ځواک او د ځانګړو عملياتو له پاره د سرتيرو شمير پراخ کړي.

نکلسن د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتيا ډاډ څرګند او ویې ويل :«طالبان د جنګ په ميدان کې نه شي بريالي کيدلای.»

خو دمګړۍ داسې بريښي چې طالبان برلاسي دي. د روان ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې د سيګار له خوا په خپاره شوي رپوټ کې ويل شوي ول چې د افغانستان يوازې ۶۰ سلنه خاوره د افغان حکومت په ولکه کې ده او نوره برخه د طالبانو يا نورو وسله والو ډلو تر کنترول لاندې ده.

زموږ له ارشيف څخه: