1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د ښځوخطرناک ژوند

حسن » بری «۱۳۸۵ آبان ۴, پنجشنبه

» کله چې خبرترقتل پورې قصدي زورزياتي ته رسيږي، نوښځې د قربانيانوپه لومړي گام کې ولاړې دي ـ په کورکې دننه اوياهم له کورنه بهر. ډيريدونکې ښکاره زورزياتي په ورځنيوپيښوکې شميرل کيږي اومجرمين بې مجازاته پاتې کيږي. «

https://p.dw.com/p/DMrF
انځور: AP

د دغوڅرگندونو له لارې، له ښځوسره د مرسته کونکې او د هغوۍ د حقوقوگټونکې آلمانۍ ټولنې ) ميډيکاموندياله ( مشرې مونيکا » هاوزر «، په افغانستان کې د ښځوامنيتي حالت څرگندکړ.

داچې ښځې په افغانستان کې په زښته ډيرخطرناک حالت کې ژوندکوي، په زرگونوځلې روښانه شويدی. يوه مشهوره بيلگه د شاعرې ناديه » انجمن « وژنه ده، چې د خپل ميړه لخواووژل شوه. څوموده مخکې، په کندهارکې، د افغانستان د ښځو د وزارت د جگپوړه کارکونکې صفیه » عمر « وژنې، دغه توربيلانس ته يوه بله پيښه وراضافه کړه. مونيکا » هاوزر « پدې هکله وويل: » د صفيه » عمر « قتل يوه هسې ناڅاپي پيښه نه وه. ) ميډيکاموندياله ( له څومياشتوراهيسې په سيمه کې ويني چې افراطيون نه يوازې له پوځي لحاظه، بلکه له ايډيولوژيکي لحاظه هم مخ پروړاندې روان دي. هغه ښځې چې په ډاگه اولوړغږ د ښځو د گټولپاره کاراوفعاليت کوي، په عذابيږي يا په نمونه يي ډول وژلې کيږي. «

د ښځوژغورنه د بيا ودانونې حتمي ټکی
مونيکا » هازر « پردې ټکي نيوکه وکړه چې د ښځوله خراب امنيتي حالت سره سره، نه په عامومقامونو او نه هم له کورني زورزياتي څخه د ښځوژغورنه، په امنيتي پلانونوکې ټاکل شويده. اوهغه هم په داسې حال کې چې د ښځواونجونوامنيت، د افغاني ټولنې د سوله ايزې بياودانونې لپاره حتمي ټکې دی.