1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د گاونډيانو له محتاجۍ ځان خلاصوي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ دی ۲۶, سه‌شنبه

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت چارواکي وایې چي که افغانستان د سوداگرۍ د نړیوال سازمان غړيتوب تر لاسه کړي دغه هیواد به د پاکستان له اقتصادي فشارو خلاص شي.

https://p.dw.com/p/17K54
انځور: DW/Faskhutdinov

اوس مهال افغانستان خپل ډیر کاریدونکي مواد له پاکستان څخه واردوي، چې پکښې خواړه، کالي، دارو درمل، ساختماني مواد، د سونگ توکي او نور خام او پاخه مواد شامل دي.

د سوداگرۍ وزارت د شمیرو له مخي چې افغانستان دمگړۍ په تقریباً بشپړ مصرفي هیواد بدل شوی دی چې د صادراتو کچه یي د وارداتو په پرتله کښته او د سوداگرۍ بیلانس یې لازم تناسب نه لري.

د دغه هيواد د صادارتو کچه په کال کې پنځه سوه ميلیونه امریکايي ډالر ښوول شوي ده چې د وداراتو کچه يې نزدې شپږو ميلیاردو ډالرو ته رسیږي.

افغان حکومت پر دې باندي کار کوي چې د سوداگرۍ په نړیوال سازمان کې د غړيتوب له پاره خپل قوانین اصلاح او لازم سمونونه رامنځته کړي.

د سوداگرۍ وزارت ویاند وحید الله غازي خیل وايي، که چیري افغانستان د دغه سازمان غړی شي بیا نو پاکستان نه شي کولای چې کله نا کله افغانستان ته پر وارداتي موادو خپلي پولي وتړي او سوداگر وځوروي:

«اوس موږ یوازي پر پاکستان متکي نه یو. زموږ صادرات ایران، هند او منځنۍ اسیا ته هم کیږي، موږ دایمي حل لاره لټوو، که چیري په ۲۰۱۳ کال کې د سوداگرۍ د نړیوال سازمان غړيتوب تر لاسه کړو بیا به داسي حالت نه وي چې یوازي پاکستان ته محتاج اوسو، بیا به زموږ سوداگر د نړیوالو قوانینو له مخي د سازمان اصولو ته په کتو خپلي سوداگرۍ ته دوام ورکړي.»

د افغانستان د اقتصاد د مسئلې تر څنگ یوه بله موضوع له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کموالي مسئله ده، چې اوس یې د دغه هيواد د اقتصادي رکود ویره رامنځته کړې ده.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ښونکی اذرخش حافظي وایي د افغانستان د اقتصاد ډیره برخه پر بهرنیو مرستو ولاړه ده او که دا مرستي پر بندي شي نو کیدای شي اقتصاد له ماتي سره مخامخ سي:

«هر کله چې نړیوالي مرستي زموږ مصنوعي اقتصاد یوازي پریږدي، موږ په نړیوال بازار کې د سیالۍ وړتیا نه لرو او بیا به یو غیر منظم حالت رامځته شي چې هر څه به پر خپل سر وي».

افغانستان د خپل اړتیا وړ موادو د برابرولو په برخه کې تر ډیره پر دوو گاونډیو یعنی ایران او پاکستان باندي تکیه کوي. خو له دغو هيوادونو سره اقتصادي راکړه ورکړه کله نا کله د سیاسي لانجو قرباني وي.