1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د ۳۲ تروريستي مرکزونو ليست پاکستان ته سپارلی دی

۱۳۹۵ اسفند ۲, دوشنبه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکو د خړپړتيا په ترڅ کي، افغان حکومت پاکستان ته په يوه ليک کي د تروريستانو پر ۳۲ مرکزونو باندي د اقدام غوښتنه سوې. تر دې مخکي پاکستان له کابله غوښتي ول چي د ياغيانو پر ضد اقدام وکړي.

https://p.dw.com/p/2XvPR
Kombobild Flaggen Afghanistan Pakistan
انځور: Getty Images

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې افغان حکومت له پاکستان څخه د هغو ترهګرو چې د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي د سپارلو او همدا راز د تروريستانو د ۳۲ کمپونو د بندیدو غوښتنه کړې ده.

دغه متقابل عمل وروسته له هغې ترسره کیږي چې تیره اونۍ د پاکستان د سند ایالت پر یوه مزار تر برید وروسته چې پکې تر۸۰ ډیر کسان ووژل شول او تر۲۵۰ ډیر ټپیان شول، پاکستان له افغان حکومته وغوښتل چې په خاوره کي ئې د ۷۶ کسانو پرضد اقدام وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په دې هکله وویل چې افغان حکومت د پاکستان په خاوره کې د ۸۵ ترهرګرو او د ۳۲ روزنیزو کمپونو یو لیست چې «د افغانستان پر ضد فعالیت کوي» چمتو کړی او د پاکستان چارواکو ته یې سپارلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچينې په دې هکله وویل چې په دې لیست کې د «طالبانو او نورو ترهګرو ډلو لکه د حقاني شبکې د مشرانو او نورو ترهګرو نومونه» شامل دي.

سرچینې همدا راز زیاته کړې چې کابل همدا راز غوښتي چې یاد روزنیز کمپونه دې وتړل شي او ترهګر دې [افغان حکومت] ته وسپارل شي.

د اسلام آباد له خوا په وړاندې شوي لیست کې د ۷۶ پاکستاني تندلارو نومونه چې په شکمنه توګه د افغانستان له خاورې فعالیت او په دې هیواد کې پټ دي يادونه شوې وه.

وروسته له هغې چې د پاکستان پوځ وویل چې په بریدونو کې ښکیل ترهګر د پولې له بل لورې راغلي وو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه پوله د تګ را تګ پرمخ تړل شوې ده.