افغانستان: زلزلې له ۸۰ څخه ډیر کسان ووژل
۱۳۹۱ خرداد ۲۳, سهشنبه
دغه زلزله چې مرکز ئې د هندوکش د غرونو سلسله وو د دوشنبې په ورځ سهار د افغانستان په سیمه یز وخت پرنهو بجو او ۳۲ دقیقو پېښه شوه.
د بغلان ولایت په بورکه کلي کې ځمکې ښویېدنې زیات شمیر کورونه لاندې کړي دي چې له کبله ئې شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي دي.
د بغلان ولایت د پولیسو قوماندان عبدالله شیرزاد، ویلي دي: «موږ سیمې ته د ژغورنې ډلې استولې دي. دغه اوس هم د ژغورنې عملیات په جریان کې دي.»
د هغه په خبره د کلي اوسیدونکو او پولیسو تر اوسه پورې د دوو میرمنو مړي موندلي دي. له طبیعي افتونو سره د مبارزې د ادارې مشر صمیم افضلي، د فرانسې خبري آژانس ته د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د بغلان ولایت په بورکه ولسوالۍ کې د زلزلې له امله تر ۲۰ زیاتو کورونو ته زیان اوښتی دئ.
د بغلان د والي ویاند محمود احمد، ویلي دي چې زلزلې په بورکه او نهرین ولسوالیو کې زیانونه اړولي دي او د مرگ ژوبلې د رامنځ ته کیدو گواښ شته.
د افضلي په وینا د زلزلې له امله د بغلان گاونډي ولایت تخار، د اشکمش ولسوالۍ هم زیانمنه شوې ده او شاوخوا لس کورونه پکښې ویجاړ شوي دي.
په فیض آباد کې د متحده ایالاتو د ځمکې پیژندنې د سروې د ادارې په وینا، لومړۍ زلزله په ځایي وخت پر ۹ بجو او ۳۲ دقیقو وشوه چې د زلزلې قوت د ریشتر په مقیاس ۵،۴ درجې وو. د نوموړې ادارې په وینا تر هغې کابو ۲۵ دقیقې وروسته دویمه زلزله وشوه چې د ریشتر پر مقیاس ئې قوت ۵،۶ درجې وو.
دغه دواړه زلزلې په کابل کې هم محسوسه شوې دي. د دغو زلزلو مرکز له کابل څخه د ۱۷۰ کیلومترو په واټن کې دئ. د افغانستان او پاکستان په شمالي برخو کې زیاتره وخت زلزلې کیږي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش