1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان عمان ته په درو ویکټو ماته ورکړه

۱۳۹۴ اسفند ۱, شنبه

د اسیا جام غوراوي پړاو سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې په دوهمه شل اووریزه لوبه کې د عمان ته په درو ویکټو ماته ورکړه. عمان، افغانستان ته د ۱۶۶ منډو هدف ټاکلی وو چې افغانستان په وروستي اوور کې پوره کړ. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1Hz5E
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د اسیا جام یا ایشیا کپ، غوراوي پړاو سیالیو کې دا د افغانستان دوهمه لوبه ده. افغانستان تیره ورځ خپله لومړۍ پر متحده عربي اماراتو بایللې وه.

عمان د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته په خپله د توپ وهنې پریکړه وکړه او په ټاکل شوو شل اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۵ منډې وکړې. د تیرې ورځې په څیر د افغانستان بالران یا توپ اچوونکي پر دې و نه توانیدل چې د مخالفې لوبډلې د سر لوبغاړي ژر وسوځوي. د عمان لوبډلې له لومړي سره تیزه لوبه پېل کړې وه. د عمان لومړنی لوبغاړی د ۷۲ په مجموعي منډو وسوځید. داسې بریښده چې ښایي عمان افغان لوبډلې ته یو څه لوړ هدف وټاکي. خو په پای کې د عمان لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۵ منډې وکړې.

د عمان له لوري ذیشان مقصود ۵۲ او عدنان الیاس بیا ۵۴ منډې وکړې. افغان توپ اچوونکو ګلبدین نایب د مخالفې لوبډلې دوه او دولت ځدراڼ او امیر حمزه یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

خو د افغانستان د لوبې پېل ښه نه وو او اوپنر یا د سر لوبغاړی محمد شهزاد په لومړي اوور کې هغه وخت وسوځید چې د افغانستان مجموعي منډې ایله پنځه وې. خو نور علي ځدراڼ او کپتان اصغر ستانکزي مجموعي منډې تر ۵۹ ورسولې. خو د ۵۹ په مجموعي منډو ستانکزی وسوځید. ستانکزي نن ښه لوبه وکړه او پر ۱۷ توپونو یې ۳۴ منډې وکړې. و تر هغه وروسته کریم صادق چې تیره ورځ یې ښه لوبه کړې وه پرته له کومې منډې جوړولو وسوځید. محمد نبي هم و نه توانید چې افغان لوبډله، له مشکل څخه راوباسي او د ۸۱ په مجموعي منډو د افغانستان څلور لوبغاړي سوځیدلي وو.

تر نبي وروسته، نجیب الله ځدراڼ له نور علي ځدراڼ سره ملګرتیا ته ادامه ورکړه او منډې یې تر ۱۴۰ ورسولي. نجیب الله ځدراڼ پنځم لوبغاړی وو چې وسوځید. تر هغه وروسته نور علي ځدراڼ هم وسوځید او افغان لوبډله یو ځل بیا له ستونزو سره لاس او ګریوان شوه. تر ټولو زیاتې منډې هم نور علي ځدراڼ وکړې چې ۶۴ وې. نجیب الله ځدراڼ بیا ۲۳ منډې وکړې. سمیع الله شینواری اووم لوبغاړی وو چې د وروستي اوور په لومړي توپ وسوځید. تر هغه وروسته ګلبدین نایب او دولت ځدراڼ پاتي شول. پنځه توپه او لس منډې وې. دولت ځدراڼ په دوو توپونو پر له پسې دوې شپږيزي ووهلي او افغانستان ته یې بریا ور په برخه کړه.

افغانستان به خپله دریمه لوبه د دوشنبې په ورځ له هانګ کانګ سره وکړي. د اسیا جام سیالۍ د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په بنګله دیش کې پیلیږي. د افغانستان، عمان، هانګ او متحده عربي اماراتو څخه چې د کریکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب نه لري به یوه لوبډله دغو سیالیو ته ووځي او د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سریلانکا، کوربه هیواد بنګله دیش، پاکستان او هند سره خپل بخت وازمایي.