1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ـ يو امريکايي عسکر او ۹ افغان پولیس وژل شوي

۱۳۹۶ فروردین ۲۰, یکشنبه

د یکشنبې په ورځ افغان چارواکو ویلي چې د هيواد په شمال کې د پولیسو پوستې ته څیرمه بمي چاودنې ۹ پولیس سرتیري وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي. دغه مرګ ژوبله د طالبانو د پسرلي د جنګي موسم څخه مخکې رامنځته کیږي.

https://p.dw.com/p/2awiX
AfghanistanCMStest

د بلخ د والي عطا محمد نور په مشرۍ د دې ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې ځینې سیمې له طالبانو پاکې شوې وې او یاده پیښه هغه مهال رامنځته کیږي چې پولیس سرتیري له طالبانو نیول شوي یوه مرکز ته داخلیږي.

دغه پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د افغانستان په شمال کې د امنیتي حالت د خرابیدو پر سر اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي. تراوسه پورې د دې چاودنې مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. ټاکل شوې چې طالبان به هم ډیر ژر د خپلو پسرلنیو بریدونو پیل اعلان کړي.

د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، شیرجان دراني فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل: « د چمتال په ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله د محلي پولیسو ۹ سرتیري شهیدان شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.» دراني همدا راز وویل چې «د پیښې ټول قربانیان د بلخ ولایت مرکز د مزارشریف ښار روغتون ته انتقال شوي دي.»

د مزارشریف د ملکي روغتون مشر، نور محمد فیض د مرګ ژوبلې دغه پیښه تایید کړې ده.

افغانستان له طالبانو سره د سولې پر سر د خبرو اترو د هڅو تر ناکامیدو وروسته اوس د پسرلي په موسم کې د سختو جګړو له پاره چمتوالی نیسي.

د روان کال په فبروري میاشت کې ملګرو ملتونو په خپل یو رپوټ کې ویلي وو چې د چاودیدونکو توکو له امله افغانستان د تیر کال په ترڅ کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د تر ټولو لوړې شمیرې شاهد وو.

بل لوري ته بیا د افغانستان په شرقي ولایت ننګرهار کې له داعش سره په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د ځانګړې قطعې د سرتیري د مرګ رپوټ ورکړل شوی دی.

د افغانستان په شرقي ولایت ننګرهار کې د اسلامي دولت ډله یا داعش تر ډیره فعالیت لري او د دوی پروړاندې افغان امنیتي ځواکونه د ناټو ځواکونو په ملاتړ وخت نا وخت پوځي عملیات ترسره کوي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان نیکولسن په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي: «په افغانستان کې د ټولو امریکايي سرتیرو په استازیتوب، زه خپله ژوره خواخوږي زموږ د وژل شوي ملګري او سرتیري کورنۍ ته وړاندې کوم.»

د وژل شوي امریکايي سرتیري د هویت په هکله په اعلامیه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي. ننګرهار ولایت له پاکستان سره په پوله د داعش ترهګرو یو له اصلي مرکزونو څخه ګڼل کیږي. امریکايي او افغان ځواکونو څو څو ځله په دغه ولایت کې د اسلامي دولت پټنځایونه په نښه کړي چې یادې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.07.2014):