1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان خبریالانو د گواښلو پېښې ډیرې شوې دي

۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبه

په تیره یوه میاشت کې د افغانستان د پلازمینې په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې له خبریالانو سره د زور زیاتي څلور پېښې ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/1539t
انځور: Fotolia/picsfive

په یوه مورد کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې د یوه خصوصي تلویزیون یو خبریال د مسائلو سره د غیرې مسلکي چلند کولو په تور، بندي کړ.

د افغانستان د رسنیو د څار د ادارې مشر وحیدالله توحیدي، وایي چې یو شمیر حکومتي چارواکي له خپل نفوذ څخه ناوړه ګټه اخلي او په جبر څارنوالۍ دې ته اړ باسي چې خبریالان ونیسي، و ئې وهي او د بند د تورو تمبو شا ته ئې واچوي.

توحیدي وایي: «ځینې حکومتي چارواکي څارنوالۍ دې ته اړ باسي چې د هغوی غیرې قانوني شکایت ته رسیدګي وکړي. بله مسئله دا ده چې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د حکومت لید لوری دوستانه نه بلکې یو مغرضانه لید لوری دئ.»

افغانستان د نړۍ په کچه د هغو هیوادونو په کتار کې شمیرل کیږي چې هر کال پکښې یو شمیر خبریالان یا د جګړو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم د حکومتي چارواکو او زور پالو له لوري ګواښل کیږي.

خو دا چې ولي حکومت لا هم د افغان خبریالانو د حالت په اړه بي تفاوته عمل کوي ښايي ځیني لاملونه ولري. یو لامل ئې خبریالان د دوی په رپوټونه کې د حکومتي ادارو د ضعف او فساد رابربنډول په ګوتو کوي.

په کابل کې یوه افغان خبریالان چې نه یې غوښتل نوم ئې خپور شي دویچه ویله (المان غږ) ته وویل چې حکومت د دوي د پر ځای نیوکو د اوریدو توان نه لري او کله چې ئې یوه دوسیه بربنډه شي نو سمدستي یا په اړوندې رسنۍ او یا هم خبریالانو چاپه وهي:

«موږ په خپل کاري چاپریال کې په ډاډه زړه کار نه شو کولای. که حکومت دئ که نورې ډلي دي، خبریالانو ته خنډونه جوړوي. موږ نه پوهیږو چې ولې خبریالان بي مورده نیول کیږي او وژل کیږي.»

په همدې حال کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایې چې هیڅ یوه حکومتي اداره نه شي کولای چې پرته له شواهدو خبریالان ونیسي او بندیان ئې کړي. د دغه وزارت د نشراتي چارو معین دین محمد مبارز راشیدي، وايي:

«عدلي او قضایي برخې، شخصیتونه او نورې ادارې حق نه لري چې خبریالان ونیسي یا هم هغوي ته د اخطار پاڼو په استولو لاس پوري کړي. یوازي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو تیروتنو د څانګې سره اړیکه نیولای شي او وروسته به بیا وزارت پریکړه کوي چې له خبریال سره د قانون په رڼا کې څه ډول چلند وکړي.»

رسمي شمیرې ښيي چې تیر کال د افغان خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي اتیا پیښې ثبت شوې وې. دې شمیرو د وړم کال په پرتله کابو نیمايي زیات والی درلود چې دې مسئلې د افغان خبریالانو د کاري خونديتوب او راتلونکې په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش