1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افراطيت سره په مبارزه کي د ډيرو مرستو غوښتنه

Reuters۱۳۹۳ بهمن ۲۰, دوشنبه

د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني د مونشن په امنيتي کنفرانس کي پر نړيوالي ټولني ږغ کړی دئ، چي هیواد ئې بايد د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته له پامه ونه غورځول سي.

https://p.dw.com/p/1EY8T
انځور: Reuters/M. Dalder

محمد اشرف غني د مونشن کنفرانس په وروستۍ ورځ په خپله وينا کي وويل، چي د افراطيانو خطر که څه هم نړيوال دئ، خو افغانستان ئې د راټولېدو ځای دئ.

غني دې خبري ته په اشارې سره چي داسي نه چي هيواد ئې يووار بيا په زورزياتي کي ډوب سي، گواښ وکړ: «که موږ دا هير کړو او خپله پاملرنه يوې بلي سيمي ته واړو پايلي به ئې ښه نه وي.»

هغه وويل، دا د دې معنا نه لري چي گويا افغانان له تروريزم او افراطيت سره مبارزه نه کوي. هغه زياته کړه: «نړيوال زموږ پوروړي نه دي. په لومړي سر کي دا د افغانانو مسئوليت دئ، چي د دغه گواښ پروړاندي ودريږي، او دا کار دوی کړی هم دئ.»

د روان کال د جنورۍ مياشتي له لومړۍ نېټې څخه په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواک د روزني ماموريت پيل سوی دئ، چي د پلان له مخي به د ۲۰۱۶م کال تر پايه پوري دوام وکړي. خو اوس د دغه ماموريت د دام په اړه بحثونه کیږي.

د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل د شنبې په ورځ د مونشن په امنيتي کنفرانس کي تر ۲۰۱۶م کال وروسته هم د دغه ماموريت د غځولو خبره وکړه. هغې وويل ټول کارونه بايد داسي وي، چي برياوي پر خپل ځای پاته سي او نور هم پراختيا ومومي:

«افغان امنيتي ځواک تر ۲۰۱۶م کال وروسته د نړیوالي ټولني ملاتړ ته اړتيا لري، نه داسي چي يوازي ئې مالي ملاتړ وسي».

ميرکل زياته کړه: «نړۍ بايد له دغه هيواده خپل پام وانه ړوي». هغې گواښ وکړ چي «بيا به نو د دې خطر چي ټول حالت تر پوښتني لاندي راسي بېخي ډېر وي.»

خو په افغانستان کي د نړيوال ماموريت د ملا تير امريکا متحد ايالات جوړوي او دغه هيواد ويلي دي چي د ۲۰۱۵م کال ترپايه پوري به خپل نيمايي ځواک له افغانستان څخه وباسي.

د کارپوهانو په وينا که امريکا له افغانستان څخه خپل ډېر ځواک وباسي بيا به نو په دغه هيواد کي پوځي اډې نور د ټينگولو نه وي. ځکه په دغه اوسني ماموريت کي چي شمېر ئې شاوخوا ۱۲۰۰۰ عسکر ښوول سوی دی، تر ۱۰۰۰۰ پوري ئې امريکايان دي.

نړيوالي ټولني له افغانستان سره ژمنه کړې ده، چي دغه هيواد به يووار بيا داسي يوازي پرېنږدي، لکه په (۱۹۸۹م) چي ئې د شوري اتحاد د سره لښکر تر وتلو وروسته پرې ښود.

هغه وخت په افغانستان کي کورنی جنگ پيل سو او وروسته بيا طالبان پر مسلط سول.

ميرکل، امنتي کنفرانس ته د وينا پرمهال
ميرکل، امنتي کنفرانس ته د وينا پرمهالانځور: Reuters/M. Rehle