1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له بنګله دیش سره د کریکټ درې لوبې کوي

مسعود جهش۱۳۹۵ شهریور ۷, یکشنبه

د افغانستان کریکټ بورد ویلي چې افغان ملي لوبډله به د بنګله دیش له ملي لوبډلې سره په دې هیواد کې درې یو ورځنۍ لوبې وکړي. افغانستان د کریکټ د نړیوالې شورا له بشپړ غړو هیوادونو سره د لوبو په لټه کې دی.

https://p.dw.com/p/1JrKM
Cricket Afghanistan vs Bangladesch 01.03.2014
انځور: Reuters

د افغانستان کریکټ بورد ویلي دي چې افغان ملي لوبډله به په سپتمبر میاشت کې د بنګله دیش له ملي لوبډلې سره په دې هیوادې کې درې یو ورځنۍ لوبې وکړي. افغانستان د کریکټ د نړیوالې شورا له بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره د لوبو په لټه کې دی.

بنګله دیش به د سپتمبر له ۲۵مې نیټې څخه بیا د اکتوبر تر لومړۍ نیتې پورې د بنګله دیش په شیري بنګلا نړیوال ستیدیوم کې درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

د افغانستان د کریکټ بورد مشر نسیم الله دانش، ویلي دي: «دا به دې بنګله دیش او افغانستان تر منځ د لوبو لومړۍ لړۍ وي. موږ د کریکټ او د دې لوبې د مینه والو د زړونه خوشحاله کړو.»

افغانستان په وروستیو وختونو کې د کریکټ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. په وروستي شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان د کریکټ د نړیوالې شورا له بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد ویستندیز څخه لوبه وګتله. خو د دې له پاره چې افغانستان په راتلونکې کې لا ډیرې لاس ته راوړنې ولري باید له بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره لا ډیرې لوبې وکړي.

د کریکټ بورد اجرائیه وي ریس شفیق ستانکزي، ویلي دي: «موږ له بنګله دیش هیواد څخه د افغانستان د کوربه توب کولو وړاندیز منلو له کبله مننه کوو.»

ستانکزي ټینګار کړی دی چې له بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره د لوبو کول به د افغان لوبغاړو له لا ډیرې ودې سره مرسته وکړي.

د کریکټ بورد له خوا په خپرې شوې بیانیه کې نه دي راغلي چې دغه لوبې به په ژوندۍ بڼه د کوم تلویزیون له خوا خپرې شي او که نه.

شپږیزه: محمد شهزاد خپله لوبډله پای لوبې ته ورسوله