1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له بنګله دیش څخه ماتې وخوړه

۱۳۹۱ شهریور ۱۸, شنبه

د افغانستان د کرکیت ملي لوبډلې په ویست اندیز کې د بنګله دیش پر وړاندې په زړه پورې لوبه وکړه خو بریا ئې په نصیب نه شوه او په وروستي اور کې ئې لوبه بایلله.

https://p.dw.com/p/165MD
انځور: DW

د بنګله دیش لوبدلې د لوبې بچه (ټاس) وګاټه خو افغانستان ته ئې د توپ وهنې (بیتینګ) کولو بلنه ورکړه. په ویست ایندیز کې د پرله پسې ورښتونو له امله د شنبې ورځې شل اوریزه لوبه د شلو اورونو پر ځای پنځلسو اورونو ته راښکته شوه.

افغانستان د منډو پر جوړولو باندې پیل وکړ، او په پنځلسو اورونو کې ئې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د پوره سلو منډو هدف ورکړ. افغانستان که څه هم په زړه پورې لوبه وکړه او توپ وهونکو ئې ډیره هڅه وکړه، خو دا چې اورونه ئې کم ول نو پنځه لوبغاړي ئې ناسوځیدلي پاتې شوې.

د افغانستان له لوري محمد شهزاد محمدي که څه هم په ۲۹ منډو وسوځید خو بیا هم محمد نبی عیسی خیل او ګلبدین نایب په زړه پورې بیټینګ وکړ او لوړ شاټونه ئې ووهل. هغوی دواړه ناسوځیدلي پاتې شول.

د بنګله دیش لوبډلې بیتینګ پیل کړ او په وروستي اور کې ئې د خپلو دوو لوبغاړو په سوځیدو سره د افغانستان له لوري ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوه او لوبه ئې په اته ویکټو د ځان په ګته پای ته ورسوله.

په ویست ایندیز کې د تي اند تي په نوم په روان تورنمنت کې د افغانستان په ګډون څلور لوبډلې ګډون لري چې بنګله دیش د څلورو نمرو په لرلو سره تر ټولو مخکې دئ، افغانستان او تي اند تي دوه دوه نمرې لري او باربوداس بیا تر اوسه پورې کومه نمره نه ده کټلې.

ټاکل شوې ده چې افغانستان خپله دریمه او وروستۍ لوبه د یکشنې په ورځ د باربوداس لوبډلې پر وړاندې وکړي.

که بنګله دیش تي اند تي ته لوبه وبایلې او افغانستان د باربوډاس پر وړاندې بریا ترلاسه کړي نو بیا به د ټورنمنټ پایلې د رن ریټ په حساب ورکول کیږي او په ترتیب سره به د افغانستان د بریا چانس موجود وي.

د تي اند تي ټاپو د آزادۍ د پنځوسمې کلیزې په ویاړ جوړ شوی تورنمنټ له تیرو دوو ورځو راهیسې پیل شوی دئ او د یکشنبې په ورځ به پای ته ورسیږي. د دغه تورنمنت ګټونکې لوبډلې ته د پنځوس زره امریکایي ډالرو انعام په پام کې نیول شوی دئ.

نصرت الله وفا/ کابل
کتونکی: مسعود جهش