1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له خپل ملگري سره مخه ښه وکړه

۱۳۹۰ اسفند ۲, سه‌شنبه

د پاکستان او افغانستان له پاره د المان ځانگړي استازي امیشایل شتاینر، له دوو کلونو کار وروسته له خپلې دندې استعفأ وکړه. د هغه استعفأ د ټولو له پاره یو ناڅاپې پیښه وه ځکه چې هغه له طالبانو سره د خبرو اترو له طراحانو څخه وو

https://p.dw.com/p/146hF
انځور: picture-alliance/dpa

په برلین او مونشن کې د طالبانو له څو تنو استازو سره خبرې اترې هم د شتاینر د هڅو په پایله کې شوې وي. میشایل شتاینر نه یوازې دا چې د طالبانو د خوښي سړی وو بلکه د اسلام آباد او کابل له پاره هم د اعتماد وړ سړی بلل کېده. افغاني او پاکستاني خواوو ده ته د یوه با حوصله او باخبره کارپوه په سترګه کتل. د افغانستان د امنیتی چارو مشاور رنګین دادفر سپنتا د ده په اړه خپل نظر داسي څرګندوي.

«بې له شکه له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په لاره اچولو کې ئې مهم رول ولوبوه. د افغانستان له حکومت سره په تفاهم کې د شتاینر فعاله ونډه زموږ له پاره د ستاینی وړ ده.»

سپنتا زیاتوي چې له طالبانو سره په خبرو اترو کې شتاینر هیڅکله د کابل حکومت له یاده نه دئ ایستلی. د شتاینر استعفأ کولای شي په دغو خبرو اترو کې د مشرتابه د رول د تر لاسه کولو له پاره د کابل هڅې له خنډ سره مخامخ کړي.

متحده ایالات غواړي چې د کابل له ونډې پرته له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي. ځکه نو د کابل حکومت دا احساس کوي چې د نورو لویدیځ هیوادونو په پرتله، دغه هیواد د آلمان د فدرالي جمهوریت له خوا په ښه توگه درک سوی دئ. د همدې خبرې په پام کې نیولو سره سپنتا هیله لري چې د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان نوی ځانگړی استازی میشاییل کوخ به هم د شتاینر لاره تعقیب کړي.

خو پاکستانی لوری بیا په دې اړه ظاهراً شک او تردید لري. د پاکستان په پارلمان کې سناتور افراسیاب خټک، د میشایل شتاینر استعفأ د دې نښه بولي چې آن لویدیځ هیوادونه هم په نزدې راتلونکې کې د شخړې پر حل کېدو باندې باور نه لري:

«زه د هغه استعفا له کبله ډير خواشېنۍ یم. المان له یوې خوا د افغانستان یو ډير پخوانۍ دوست دئ او له بل پلوه داسې یو هیواد دئ چې د سیمې وضعه په ډيرې ريښتینې توگه ارزیابي او درک کولای سي. نو له همدې کبله کله چې داسې کسان په دا ډول سختو شرایطو کې له صحنې څخه بهر کيږي ډېر د خواشینۍ ځای دئ.»

د خټک په وینا اوس باید المان داسې اشتباه و نه کړي او داسې احساس رامنځته نه کړي چی ګواکې غربي نړۍ د لانجې د حلولو له پاره نوره خپله حوصله له لاسه ورکړې ده. خټک وایي:

«غربي نړۍ افغانستان د اتیایمې لسیزې په پای کې یوازې پرېښود چې د دغه کار په پایله کې نړیوال تروریزم تقویه شو. نو کله چې یو وار بیا دغه ډول اشتباه تکرار سي بیا به ډېر خراب عواقب له ځان سره ولري.»

خټک هیله لري چې په خاص ډول آلمان به په سیمه کې د یوه اعتمادي متحد په ډول د افغانستان د شخړې په حلولو کې مهم رول ولوبوي.

د آلمان د دویسبورګ له پوهنتون څخه یوخین هیپلر، په دې نظر دئ چې المان به دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ور نه کړای شي. د ده په خبره په لومړي قدم کې متحده ایالات د افغانستان په موضوع کې د ځواکونو په سر کې ولاړ دئ او له برلین څخه به یو بل رقیب و نه مني. له بلې خوا دغه کارپوه په دې نظر دئ چې طالبان هم د سولې له خبرو اترو سره ډیره علاقه نه لري.

هغه وایي: «طالبان په دې نظر دي چې په اوسنې حالت کې د خبرو اترو له لارې د سولې یوه تړون ته اړتیا نه لري. دوی ګمان کوي چې نور په جگړه کې بریالي سوي دي نو له دې کبله به دغه خبرې اترې یوازې نسبي بریالیتوب له ځان سره ولري خو په یقین سره به کامله سوله رامنځته نه سي.»

ښایي شتاینر هم دغې پایلې ته رسېدلی وي او له همدې کبله ئې یو بل کس ته د خپلې څوکۍ د سپارلو پریکړه کړي وي.

رتبیل شامل اهنگ/ گل غوټی پوپل
کتونکی: مسعود جهش