1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له رشوت سره د نړيوالي مبارزي په لست کي 176 مقام لري

۱۳۸۷ مهر ۳, چهارشنبه

افغانستان د 1,5 نمرو له اخیستلو سره د لست په نسبتا آخرکي ځاي لري. د دی ټاکل شوي شاخص له مخي د افغانستان مقام له لاندی نه پنځم دي.

https://p.dw.com/p/FOBw
د رشوت خوړلو سره د مبارزی نړيوالي ټولنيTransparency International نښان

يعني يوازی د هايتي، عراق، برما او سوماليي وضعه د بډي د خوړلو په برخه کي له افغانستان څخه ناوړه ده. په غريبو هيوادونوکي دواملرونکی بډيخوړل ددوامداره بشري ناورين سبب کيږي .

د رشوت خوړلو سره د مبارزی نړيوالي ټولنيTransparency International د 2008 کال دبډي خوړلو او اختلاس شاخص خپورکړي دي. سوماليه، عراق او ميانمار کي رشوت خوړل د دي رپوټ له مخي ډير زيات دي. او د غريبۍ او د ناکامه حقوقي دولت د تاسيساتو او د رشوت اخيستو ترمنځ اړوند ښيي. خو د هغو بډايو هيوادونو نومونه چي پدي شاخص کي راغلي، ښيي چي پدي هيوادونو کي هم د کنترول د ميکانيزم اغيزي په خطرکي دي.

Symbolbild Korruption Euro Scheine und Hände
انځور: picture-alliance/ dpa

په خوارو هيوادونو کي بډي خوړل په ژوندي پاتي کيدو باندی اغيزه لري. په تيره بيا که د پاکو اوبو د برابرولو او يا د روغتونونو پيسې وخوړل شی. د ترانسپارنسی انترنشنل مشري هوګتي لابلي زياته کړيده چي، په ډيرو هيوادونو کي په دواملرونکی توګه رشوت اوغريبۍ بشري ناورين منځ ته راوړي، چي بايد حوصله يي ونشي. په بډايو هيوادونوکي له رشوت سره د مبارزي ساحه مختلفه ده، په دغسي هیوادونوکي د ټينګو اقدامونو کول لازم دی.

د2008 کال د څيړنوپايله

د بډي خوړلو سره د مبارزې نړيوال سازمان د يو هيواد په په دولتي ساحه کي د رشوت او اختلاس درجه ټاکي. د دي معيار هغه شاخص دی چي د ډيرو څيړنو په بنسټ ولاړدی. دا څيړني له خلکوڅڅه د پوښتنو د ځوابونو او تحليلونو په بنا ولاړدي. د رشوت سره د مبارزي پدي رپوټ کي د پروسږکال په شان د180 هيوادونو نومونه اخيستل شويدي.

د هيوادونو د رشوت خوړلو د درجي لست د نومرو په اساس جوړ شويدي. صفر نمبر داسی هيوادونه لريو چي بډي خوړلو او اختلاس بيخي لاندي کړي وي. او لس هغو هيوادونو وړي دي، چي رشوت یا پکي ډيرلږ دی او يا بيخي نشته.

دنمارک، نوي زيلاند، او سويدن د لست په سرکي ځاي لري. دوي درې واړو هر یو 3,9 ټکي ګټلي دي.

وروسته له هغو بیا سنګاپور راځي چي 2,9 ټکي يي ګټلي دي. د درجو د دي لست په پاي کي سوماليه چي 0,1 اوعراق اوميانمار راځي چي هريو 3,1 نمري وړي دي.