1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له سویلي افریقا په ۳۷ منډو ماتې وخوړه

۱۳۹۵ فروردین ۱, یکشنبه

د افغانستان د کریکټ لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په دویمه لوبه کې له سویلي افریقا څخه په ۳۷ منډو ماته وخوړه. لوبه سویلي افریقا د منډو په جوړولو پیل کړه او افغانستان ته یې د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.

https://p.dw.com/p/1IGdP
انځور: Getty Images/AFP/STR

سویلي افریقا په لومړیو شپږ اورونو کې ډیر تیزه منډه وکړه او د یوازې یو لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره یې ۶۶ منډې وکړي. که څه هم په منځنیو اورونو کې افغان توپ اچوونکي وتوانیدل چې لویه یو څه ورو کړی، خو په وروستیو اورونو کې د سویلي افریقا توپ وهونکو ای بي دي ویلرز، په ۲۹ توپونو د ۶۴ منډو په جوړولو سره لوبه ډیر تیزه کړه.

د سویلي افریقا له خوا دی کاک په ۳۱ توپونو ۴۵ منډې او اف دو پلیسس په ۲۷ توپونو ۴۱ منډې وکړې او په دې ترتیب سره یې په ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په له لاسه وکولو سره ۲۹۰ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې هم ډیر ښه لوبه پیل کړه او په لومړیو شپږو اورونو کې یې د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۶۶ منډې وکړې. خو تر دې اورو وروسته افغان لوبغاړي یو پر بل پسې وسوځیدل او په پاي کې یې په شلو اورونو کې یوازې ۱۷۲ منډې وکړې.

د افغانستان له خوا نور علي ځادران په ۲۴ ټوپونو ۲۵ منډې، ګلبدین نایب په ۱۸ توپونو ۲۶ منډې او سمیع الله شینواري په ۱۴ توپونو ۲۵ منډې وکړې.

افغان توپ اچوونکو امیر حمزه، دولت ځادران، شاپور ځادران او محمد نبي هم د سویلي افریقا یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.