1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان له هند او سویلي افریقا سره لوبيږي

۱۳۹۶ تیر ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان د کریکټ الف لوبډله به په جولای میاشت کې له هند او سویلي افریقا سره د۵۰ اوریزو لوبو په سیالیو کې ګدون وکړي. افغان لوبډلې له هغه وروسته په دې سیالۍ کې د ګډون بلنه ترلاسه کړه چې استرالیا په کې له ګډونه ډډه وکړه.

https://p.dw.com/p/2ghn1
Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

د «اې اس پې ان کریکټ انفو» پاڼې په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې دغه سیالۍ به د جولاي پر ۲۶مه نیټه د افغانستان او هندوستان تر منځه په یوه لوبه سره پیل شي. سیالۍ به د اګست میاشتې پر ۲۲مه نیټه پای ته ورسیږي او په ترڅ کې به یې افغانستان لږ تر لږه څلور لوبې وکړي.

تر دې مخکې په دغه سیالۍ کې استرالیا ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه خو دې هیواد په کې ځکه اشتراک نه دی کړی چې له خپل کریکټ بورد سره د پیسو پر سر یو څه جنجال لري. تر دې وروسته بیا له افغانستان څخه غوښتل شوي چې دې لوبو ته خپله الف لوبډله واستوي.

لوبې په سویلي افریقا کې ترسره کیږي. افغانستان په داسې حال کې په دې لوبو کې د ګډون بلنه ترلاسه کوي چې تر دې څو ورځې مخکې د کریکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب او همداراز د تیست لوبو دریځ يې ترلاسه کړ.

په دغو سیالیو کې به د افغانستان له خوا عثمان غني، جاوید احمدي، رحمت شاه، یونس احمدزی، ناصر جمال، نجیب الله ځدران، شفیق الله، افسر ځاځی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، یامین احمدزی، فرید احمد، یونس احمدزی، نواز خان او ابراهیم عبدالرحیمزی ولوبیږي.