1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له پاکستاني کډوالو سره مرستو ته چمتو دی

حسین سیرت۱۳۹۳ تیر ۸, یکشنبه

د پاکستان په وزیرستان او د افغانستان په هلمند ولایت کې جگړه د دې سبب شوې ده چې په زرهاو کسان خپل کورونه پریږدي او امنو ځاینونو ته ځانونه ورسوي. افغان حکومت وایي چې له دغو بېځایه شویو کسانو سره مرستې ته چمتو دی.

https://p.dw.com/p/1CSK7
انځور: DW/D. Baber

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو وزارت وايي چې د پاکستان د وزیریستان له جگړې څخه تر۱۰۰۰۰ ډیرې کورنۍ تښتیدلې دي او د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته راغلي دي.

د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرات، د یکشنبې په ورځ دویچه ویله ته وویل: «د هغوی پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه د څښاک د پاکو اوبو نه شتون وو خو له نیکه مرغه دغه ستونزه حل شوه او د ټاکرونو په مرسته هغوی ته اوبه ورسول شوې.»

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو وزارت وایي چې اوس ډیر شمیر پاکستاني کډوال په جوماتونو او ښوونځیو کې ژوند کوي. پر دې سربیره د خوست ولایت اوسیدونکو یو شمیر کډوالو ته په خپلو کورونو کې هم ځای ورکړی دی.

نړیوالو سازمانونو افغان حکومت ته ژمنه کړې ده چې له پاکستان څخه افغانستان ته راغلو هغو لس زره کورنیو سره مرسته کولو ته چمتو دي چې د جگړې له کبله یې خپل کورونه پریښې دي. له همدې کبله افغان حکومت د دغو کورنیو او د هغو کمپونو چې دوی په کې اوسیږي ټولې اړتیاوې په گوټه کړې دي او نړیوالو سازمانونو ته یې سپارلې دي.

له بلې خوا افغان ولسمشر حامد کرزي، هم په وروستیو ورځو کې پر افغان سوداگرو باندې غږ وکړ چې په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې له کډوالو سره مرسته وکړي.

تر اوسه پورې افغانستان ته له راغلو کډوالو سره د خیمو، د اوبو د بشکو، غنمو او کالیو مرستې شوې دي. په عین حال کې د خوراکي توکو نړیوال سازمان هم ۱۵۰۰ کورنیو ته وړه، بوره او نور خوراکي مواد ورکړي دي. پلان شوې ده چې دغه مرستې به له ۴۰۰۰ نورو کسانو سره هم وشي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت روښانوي چې په یو وار سره ډیر شمیر رسیدلو کډوالو ته په لږ وخت کې د لازمو مرستو رسول یو ستونزمن کار دی. ښاغلي جرات وویل: «موږ دا ادعا نه شو کولای چې د هغوی ټولې اړتیاوې پوره کوو خو کولای شو چې د هغوی حداقل اړتیاوې پوره کړو.»

د هلمند جگرې له کبله بېځایه شوي

د هلمند ولایت جگړې هم چې له یوې اوونۍ راهیسې دوام لري، ډیر شمیر افغانان له خپلو کورونو بې کوره کړې دي. د کډوالو او راستنیدوکو وزارت وایي چې د وروستیو جگړو له کبله د هلمند له پنځو ولسوالیو څخه ۵۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.

ښاغلي جرات ټینگار وکړ چې دغه کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري: «په هلمند ولایت کې هوا دومره توده ده چې کیدای شي یوه انساني فاجعه رامنځ ته کړي. له درو ورځو راهیسې موږ دغه ځایونه سروې کوو او نړیوالو سازمانونو هم د مرستو ژمنه کړې ده.»

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو وزارت دغه چارواکي وویل چې افغان حکومت د هلمند ولایت له بیځایه شویو کورنیو سره د مرستې په موخه پنځه میلیونه افغانۍ بیلې کړې دي ترڅو له دغو کورنیو سره د خیمو او خوراکي توکو مرستې وکړي.

جرات دا خبره هم وکړه چې تر اوسه د هلمند په لیریو پرتو سیمو کې د بیځایه شویو کسانو د شمیر په اړه دقیق ارقام په لاس کې نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب