1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له چابهار بندر څخه استفاده کولای سي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

کابل او تهران د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲کال د اپريل ۲) په کابل کي د چابهار بندر څخه د استفاده کولو هوکړه لیک لاسليک کړ. دا سند د ایران د سفیر او د افغانستان د سوداگرۍ د وزیر تر منځ لاسلیک شو.

https://p.dw.com/p/14oOk
انځور: picture alliance/Pressefoto Ulmer

دغه تړون په کابل کي د ایران سفیر ابوالفضل ظهروند او د افغانستان د سوداگرۍ وزير انورالحق احدي ترمنځ لاسلیک شو
.
د دغه هوکړه لیک له مخي به افغان سوداگر وکولای شي چي د ایران په چابهار سیمه کي د خپلو سوداگریزو موادو د ساتني په موخه گودامونه او نور تاسیسات جوړ کړي.

د افغانستان د سواگرۍ وزير احدي په کابل کي خبريالانو ته وويل، ایراني چارواکو ورسره منلې ده چي افغان سوداگرو ته به په چابهار بندر کي۵۰هکتاره مځکه ورکړي، چي د خپلو سوداگریزو تاسیساتو په توگه ځني کار واخلي.

ښاغلي احدي دغه هوکړه لیک د افغان سوداگرو د ستونزي په هوارولو کي ارزښتمن گڼي او زیاتوي چي افغان سوداگر به تردې وروسته له دغه بندر څخه د یوې ترانزیټي لاري په توگه استفاده کوي.

دی وايي دغه هوکړه لیک د دواړو هېوادونو د گډو هلوځلو په پایله کي لاسلیک کیدو ته چمتو شو.

د سوداگرۍ وزیر زیاته کړه چي د افغان سوداگرو د ستونزو د لاهوارۍ په موخه د افغانستان او ایران ترمنځ یو گډ ترانسپورتي شرکت هم جوړ شوی دئ.

له افغانستان سره تر گوادر نژدې سمندري ترانزيټي لاره د چابهار بندر دئ چي د ایران سویل ختیځ او د افغانستان د نیمروز ولایت په ۷۰۰ کیلو مترۍ کې پروت دئ.

دا د افغانستان او منځنۍ آسیا د سوداگرۍ له پاره تر ټولو نژدې بندر دئ. افغان سوداگر وايي چي افغانستان اوبو ته لار نه لري او د چابهار بندر د افغاني سوداگرو له پاره مهم رول لوبولای سي.

د سوداگرو په وینا ځیني وختونه پاکستان د کراچۍ په گوادر بندر کي افغان سوداگرو ته په کاروبار کي ستونزي پيدا کوي چي د ایران چابهار بندر به د افغان سوداگرو دغه ستونزي څه نا څه هواري کړي.

دغه راز، په کابل کي د ایران سفیر ابوالفضل ظهره وند هم دغه هوکړه لیک د دواړو هېوادونو د سوداگرو له پاره مهم وباله.

دی وايي چي ددغه هوکړه لیک له مخي، به افغان سوداگر وکولای شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگریزو اړیکو د پراختیا له پاره رغنده گامونه واخلي.

د ښاغلي ظهروند په وینا افغان سوداگر به له دې لاري آرزانه توکي د افغانستان بازارونو ته ولیږدوي.

له بل لوري افغان سوداگر ددغه تړون د لاسلیک کیدو هرکلی کوي، خو ټینگار ئې دادئ چي ایراني چارواکي باید پر خپلو ژمنو ولاړ پاته شي.

د افغانستان د سوداگریزو او صنایعو خونو ستر سلاکار رحم الدین حاجي آغا وايي:

«د ايران څخه دا هیله کوو چي پر خپلو دغو ژمنو چي لیکلي ئې دي وفا وکړي او پر هغو باندي ودریږي.»

هغه له افغان دولت څخه وغوښتل چي ورته هوکړه لیکونه دي له نورو هېوادونو لکه ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان او چین سره هم لاسلیک کړي چي له مخي ئې افغان سوداگر خپل کاروبار په سمه توگه پرمخ یوسي.

ویل کیږي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداگريزو موادو د لېږد رالېږد کچه اوس څه باندي يو ميليارد ډالرو ته رسیدلې ده.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل