1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان، نمیبیا ته ماتې ورکړه او شل پاینټونه یې ترلاسه کړل

سید ریاض۱۳۹۵ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

د کریکټ د انټر کانټېننټل کپ یا لویو وچو جام د سیالیو په ترڅ کې افغانستان نمیبیا ته په ډیر لوی توپیر ماتې ورکړه. د دغې لوبې په گټلو سره افغانستان ټول شل پواینټونه تر لاسه کړل او د نمور په جدول کې یې دریم ځای یې خپل کړ.

https://p.dw.com/p/1ITbF
انځور: Getty Images/AFP/P. Bhoot

د افغانستان او نمېبیا تر منځ دغه لوبه په هند کې د نوییدا گرییټر Noida Greater په لوبغالې کې تر سره شوه. د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د شل اووریز نړیوال جام د سیالیو په څیر د فرسټ کلاس یا لومړۍ درجې په دغه څلور ورځینۍ لوبه کې هم ډیره ښه وځلیده. افغانستان خپلې سیالې لوبډلې نمیبیا ته په یوه اننگز او ۳۶ منډو ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډولو اننگز یا پاڼۍ ته یوه کتنه

د اپریل میاشتې په لسمه نېټه د نمیبیا لوبډلې د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته په خپله منډو جوړلو ته ملا وتړله. نمیبیا په خپل لومړي اننگز کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۲ منډې وکړې. د لومړۍ ورځې په لوبه کې افغان بالران محمد نبي عیسی خیل او ظاهر خان ډیر ښه ځلیدلي وو. نبي پنځه او ظاهر خان درې ویکټې واخیستې.

د کرکیټ بورد له اجراییه وي رییس شفیق ستانکزي سره مرکه دلته واورئ

همداشان افغان توپ وهونکي هم په خپل لومړي اننگز کې ډیر ښه وځلیدل او نه دا چې یوازې ټاکلی شوی هدف یې تر لاسه کړ بلکې په خپل لومړي اننگز کې یې ۳۳۴ منډې وکړې چې په دې ترتیب سره یې شپږ پواینټونه تر لاسه کړل. په لومړي اننگز کې چې کومه لوبډله ډیرې منډې وکړي له شلو پواینټونو څخه ۶ پواینټونه تر لاسه کوي. افغانستان د لوبې په لومړۍ ورځ پر خپلې سیالې لوبډلې برلاسی وو.

د افغانستان له لوري د محمد شهزاد ۱۳۹ منډې په دغه بریا کې پوره نقش لاره. له دې کبله هغه د لوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو. همداشان د افسر ځاځي ۴۹ ناسوځیدلې منډې هم د پام وړ وې. افغانستان خپل برلاستوب په دوهمه ورځ هم وساته. د نمېبیا له لوري گیري سنایمن څلور او زیواگو گروینه ولد، درې ویکټې واخیستې.

نمیبیا خپل دوهم اننگز تیره ورځ ناوخته پیل کړ او د لوبې تر ختمیدو پورې یې خپل د سر دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل. د لوبې په دریمه ورځ نمیبیا یو څه گړندۍ لوبه پېل کړه او داسې بریښده چې ښایي د افغانستان له لوري ټاکلي هدف ته ورسیږي. خو توپ وهونکي یې د افغان بالرانو پر وړاندې ټېنگ نه شول.

په دوهم اننگز کې تر ټولو زیات ظاهر خان ښه وځلید او د نمیبیا پنځه لوبغاړي یې وسوځول.

محمد نبي په دویم اننګز کې هم درې ویکټې واخیستې. ظاهر خان د انټر کانټیننټل کپ سیالیو کې تر اوسه ټولې ۱۵ ویکټې تر لاسه کړي دي او په دغه نوملړ کې یې لومړنی ځای خپل کړ. په هغه پسې بیا په دوهم ځای کې د آیرلنډ لوبغاړی دی چې ۱۴ ویکټې یې اخیتسي دي.

په دې ترتیب سره د نمیبیا ټوله لوبډله په داسې حال کې وسوځیده چې په دوهم اننگز کې ۱۲۶ منډې کړې وې. نمیبیا و نه شو کړای چې د افغانستان د یوه اننگز منډې په خپلو دواړو پاڼیو کې جوړې کړي. د لوبې د گټلو له کبله افغانستان پواینټونه ۴۱ ته ورسیدل او د نمرو په جدول کې یې دریم ځای راخپل کړ. په دغه جدول آیرلنډ د ۶۰ پواینټونو په لرلو سره لومړی او هالنډ بیا د ۴۶ پواینټونو په لرلو سره دوهم ځای لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب