1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان هانگ کانگ ته ماته ورکړه

سيد رياض۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

د آسیا کریکټ شورا د «پریمیر لیگ» سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان هانگ کانگ ته په شپږو ویکټو ماته ورکړه. هانگ کانگ افغانستان ته د ۲۱۷ منډو هدف ټاکلی وو چې افغانستان د څلور لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ.

https://p.dw.com/p/1Brx0
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې ټاس یا پچه وگټله او د هانگ کانگ لوبډلي ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د هانگ کانگ ټوله لوبډله په ۴۹ اوور کې د ۲۱۶ منډو په جوړولو سره وسوځېده. د هانگ کانگ لوبډلي له خوا تر ټولو زیاتي منډي بابر حیات جوړي کړې چې په ۶۶ توپونو یې ۵۳ رنزونه وکړل. هغه دغه منډې د ۶ څلوریزو او دوو شپږیزو پر مټ جوړې کړې. د هانگ کانگ بل لوبغاړي عرفان احمد هم پر ۳۶ توپونو ۳۷ منډي جوړې کړې.

د هانگ کانگ لومړۍ ویکټه پر ۶۰ منډو وغورځول شوه او تر هغه وروسته په کرار کرار نور لوبغاړي یې يو پر بل وسوځیدل. خو د شپږمي ویکټي تر غورځیدو وروسته د هانگ کانگ هیڅ کوم بټسمېن یا توپ وهونکی د افغان بالرانو یا توپ اچوونکو پر وړاندې ټینگ نه شو. دولت ځدراڼ او امیر حمزه درې درې ویکټې او کپتان محمد نبي دوه ویکټې واخیستې. عثمان غني هم یو لوبغاړی وسوځاوه.

تر هغې وروسته د افغانستان لوبډلې د ټاکلي هدف د پوره کولو له پاره په منډو جوړولو پیل وکړ. د افغانستان د لوبې پیل دومره ښه نه وو د ۳۲ په مجموعي منډو د افغانستان لومړنی لوبغاړی نور علي ځدراڼ رن آوټ شو. تر هغه وروسته د ۷۲ په مجموعي منډو د افغانستان دوهم لوبغاړی هو وسوځید.

د افغانستان په لوبډله کې نوی شامل کړل شوی لوبغاړی عثمان غني ډیر ښه وځلید. د هغې منډو له افغان لوبډلي سره ډیر مرسته وکړه. هغه په ۶۸ توپونو د ۶ څلوریزو او ۴ شپږیزو پر مټ اویا منډي جوړي کړې. د سمیع الله شینوارې منډي هم د پام وړ وې چې په ۴۶ توپونو یې ۴۳ منډي جوړې کړې.

حشمت الله شهیدي هم ۳۸ منډي جوړې کړې او تر آخره ناسوځیدلی پاته شو. په پای کې افغانستان ټاکلی هدف په ۴۳ اوور کې پوره کړ او هانگ کانگ ته یې په ۶ ویکټو ستره ماته ورکړه. عثمان غني د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د آسیا کریکټ شورا په پریمیر لیگ سیالیو چې په کولالمپور کې رواني دي پر افغانستان سربیره د متحده عربي آماراتو، مالیزیا، نیپال، هانگ کانگ او عمان لوبډلي هم برخه لري. افغانستان به خپله دوهمه لوبه د می میاشتي پر دوهمه نېټه له متحده عربي آماراتو سره تر سره کړي.