1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان هر کال ۷ ميليارده ډالرو مرستو ته اړتيا لري

۱۳۹۰ آذر ۲, چهارشنبه

نړيوال بانک د سه شنبې په ورځ ويلي دي، چي که په افغانستان کي د دوو لويو کانونو د کيدنو کارونه هم پيل شي، بيا به هم دغه هيواد راتلونکي لس کاله، هرکال ۷ ميليارده ډالر نړيوالي مرستي ته اړتيا ولري.

https://p.dw.com/p/13FEn
نړيوال بانک
نړيوال بانکانځور: ullstein bild - Fotoagentur imo

نړيوال بانک « په افغانستان کي د انتقال دوره: د ۲۰۱۴کال ورسته وخت ته کتنه» په نوم یو راپور کي ويلي دي، چي افغانستان به له دغو پيسو څخه خپل امنيتي ځواک او نور عادي مصرفونه تمويل کړي.

د راتلونکي لسيزي له پاره د نړيوال بانک د بوديجې په تخمين کي د هغو بهرنيو ځواکونو مصرفونه نه دي شامل، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي پاتيږي، تر څو د افغان ځواکونو په روزلو کي مرسته وکړي.

د نړيوال بانک په حواله به افغانستان په ۲۰۲۱کال کي د خپلي بوديجې درې برخي په خپله برابري کړي او د څلورمي برخي د پورولو له پاره به نړيوالي مرستي ته اړتيا ولري.

په وړاندوينه کي راغلي دي، چي دا به په داسي حال کي وي، چي په افغانستان کي زراعت پرمختګ وکړي، د عينک او جاجي ګک کانونو کيندل پر خپل وخت پيل شي، د مالياتو له لاري عوايد لوړ شي او امنيتي وضعيت هم تر اوسني حالت لا پسي خراب نه شي.

خو د دغو حالتونو څخه يو يي هم ضمانت نه لري. د نړيوال بانک په حواله که د دغو فکتورونو له ډلي څخه يو يې هم پرمختګ و نه کړي نو په ۲۰۲۱کال کي به افغانستان د نړيوالو لا ډيرو مرستو ته اړتيا ولري.

په ۲۰۱۱کال کي له افغانستان سره نړيوالي مرستي ۱۶ميليارده ډالره وې. دغه مرستي به په راتلونکو کلونو کي د بهرنيو ځواکونو په کمېدو سره راټيټي سي. هغه هيوادونه چي له افغانستان سره مالي مرستي تر سره کوي په خپله له ډيرو مالي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

نړيوال بانک پخپل رپورټ کي وړاند وينه کړې ده چي په افغانستان کي د اقتصادي پرمختګونو په صورت کي هم دغه هيواد به تر ۲۰۲۱کال پوري هر کال اوو ميلياردو ډالرو مرستو ته اړتيا ولري.

دغه سازمان دغه راز پر افغان حکومت ږغ کړی دئ، چي په دغه هيواد کي د روغتيا او ښووني سکتورونو ته پاملرنه وکړي.

که له افغان حکومت سره نړيوالي مرستي ونه شي، نو دې ته مجبور شي چي يا د امنيت، يا د روزني او يا نورو سکتورونو په برخه کي خپله بوجه راټيټه کړي او يا خو هم د دغه هيواد پر اوسيدونکو ماليات لا پسي ډير کړي چي په هغه صورت کي به په دغه هيواد کي سيسټمونه له منځه لاړ شي او افغان حکومت به له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

افغانستان د نړۍ يو له ډيرو غريبو هيوادونو څخه دئ. په دغه هيواد کي د هر وګړي کلنی عايد ۵۲۸ډالره دئ. په داسي حال کي چي د افغانستان نفوس هرکال ۲،۸سلنه لوړيږي ددغه هيواد وګړو ته د کار د زمينې برابرول ورځ تر بلي په يو سخت کار بدليږي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل