1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: هغه مهاجر چې په اجباري توگه ایستل کیږي، نه منو

حسین سیرت۱۳۹۵ فروردین ۱۸, چهارشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د اروپایي هیوادونو سره یې په مذاکراتو کې دا خبره روښانه کړې ده چې هغه افغان پناه غوښتونکي به ونه مني چې په اجباري توگه له اروپایي هیوادونو څخه اخراج شوي وي.

https://p.dw.com/p/1IQT2
انځور: DW/A. Farahmand

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ارقامو له مخې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې له اروپایې هیوادونو څخه تر ۱۴ زرو زیات افغان مهاجر په داوطلبانه توگه افغانستان ته راستانه شوي دي.

تر ۱۳ زرو زیات دغه پناه غوښتونکي په اروپایي هیوادونو کې د افغانستان له سیاسي نمایندگو څخه په داوطلبانه توگه د بیرته راستنېدو اسناد لري. زیاتره بیرته راستنېدونکي کسان د ۱۳۹۴ لمریز کال په وروستۍ ربع کې اروپایي هیوادونه پریښي او بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني چې د چهارشنبې په ورځ یې د ولسي جرگې په عمومي غونډه کې د افغان مهاجرو د وضعیت په هکله معلومات وړاندې کول، په داوطلبانه توگه د افغان مهاجرو پر راستنیدو باندې ټینگار وکړ.

رباني وویل: «په پرله پسې توگه موږ پر دې باندې ټینگار کړی دی چې هیڅ یو پناه غوښتونکی چې تاسې یعنې اروپایي هیوادونه یې په زور افغانستان ته را استوي، نه منو.»

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په خبره که د اروپایي هیوادونو محکمو د جینوا د کنونسیون پر اساس پریکړه کړي وي چې پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې شرایط نه پوره کوي، نو په دغسې صورت کې هم په اجباري توگه د مهاجرو د بیرته راستنولو په هکله راضي نه یو.

د افغانستان د حکومت دغه چارواکي په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې له اروپایي هیوادونو غوښتل شوي دي چې د افغانستان د خاصو شرایطو په پام کې نیولو سره له افغان مهاجرو سره «سخاوتمندانه» چلن وکړي.

په ۲۰۱۵م کال کې تر ۲۵۰ زرو زیات افغانانو اروپایي هیوادونو ته د رسیدو په موخه خپل هیواد پریښی دی. په ترکیه، یونان او ځیني نورو اروپایي هیوادونو کې د افغان مهاجرو ناوړه وضعیت د افغانستان پارلمان دې ته اړ کړ چې د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو او کډوالو چارو وزیران استجواب کړي.

له آلمان سره تړون

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ د پارلمان غونډې ته وویل چې هڅه کوي له آلمان سره د افغان مهاجرو په هکله یوه موافقتنامه لاسلیک کړي. د صلاح الدین رباني په خبره ۱۷۰۰ افغانان چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه کړې وه په داوطلبانه توگه بیرته افغانستان ته د راستنیدو غوښتونکي دي.

آرشیف: د آلمان په کولن ښار کې د افغان مهاجرو احتجاج
آرشیف: د آلمان په کولن ښار کې د افغان مهاجرو احتجاجانځور: DW/E. Hadid

صلاح الدین رباني پر دې خبرې ټینگار وکړ چې له دې وروسته به هیڅ چارتر شوې الوتکې ته چې افغان مهاجر افغانستان ته انتقالوي د کښنیاستو اجازه ور نه کړل شي: «افغانستان یوازې یو وار د چارتر الوتکې په واسطه د افغانانو بیرته راستنولو ته اجازه ورکړې چې هغه هم له آلمان څخه وه. په راتلونکي وخت کې به هیڅ چارتر الوتکې ته که څه هم په داو طلبه توگه راستنیدونکي کسان انتقالوي، د کښیناستو اجازه ور نه کړي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل آلمان د یوې اعلامیې په چوکاټ کې له افغانستان سره د موافقتنامې طرح منلې ده، خو افغانستان د دغې طرحې په هکله «جدي ملاحظات» درلودل او په حاضر وخت کې د افغانستان د بهرنیو او کډوالو چارو وزارت له یو شمیر نورو بنسټونو سره پر دغه توافقنامې کار کوي او د هغې تر نهایي کیدو وروسته له آلمان سره خبرې اترې پیلیږي.

رباني د خپلو خبرو په دوام وویل: «د آلمان حکومت حاضر شوی دی چې افغانستان ته بیرته د افغان مهاجرو د استولو په هکله د یوې توافقنامې د لاسلیکونو په هکله مذاکرات وکړي.»

صلاح الدین رباني په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې افغانستان په دې هڅه کې دی چې له اروپایي اتحادیې سره هم یو تړون لاسلیک کړي، چې په هغې کې به «د پناه غوښتونکو د ننگونو د حل لارې له پاره پر گډو اقداماتو» ټینگار وشي.

له نورو اروپایي هیوادونو سره موافقتنامې

د افغانستان د کډوالو او بیرته ستندونکو چارو وزارت د افغان مهاجرو په هکله اووه موافقتنامې چمتو کړي دي. په پام کې ده چې دغه تړونونه د اروپایي اتحادیې له اوو هیوادونو سره لاسلیک شي. دغه تړونونه په داوطلبانه توگه د افغان مهاجرو د راستنیدو پر سر ټینگار کوي.

افغان حکومت به د دغو تړونونو په ترڅ کې له اروپایي هیوادونو څخه وغواړي چې د هغو ښځو چې د کورنیو سرپرستي وي، معلولینو، ناروغانو او همداشان د ماشومانو او یا هغه کسان چې اصلي ټاټوبي یې نا امنه دي، له راایستلو څخه ډډه وکړي.

په دغو تړونونو کې پر دې باندې هم ټینگار شوی دی چې نه باید د یوې کورنۍ څو غړي ومنل شي او د همدغې کورنۍ نور غړي و نه منل شي. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې لا تر اوسه یې له اروپایي هیوادونو څخه د دغو تړونونو په هکله هیڅ ډول ځواب نه دی تر لاسه کړی.

له بل اړخه د افغانستان حکومت وایي چې په یونان کې په سلگونو افغان مهاجر د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ د تړون له کبله ښاي اغیزمن شي. د صلاح الدین رباني په خبره په ترکیه د افغانستان سفارت چمتو دی، چې په داوطلبه توگه افغانستان ته راستنیدونکو مهاجرو ته اسناد ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب