1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان، هند او ايران د چابهار بندر سند لاسليک کړ

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ خرداد ۴, سه‌شنبه

د افغانستان، هند او ايران مشرانو د «شمال – لوېديځ» دهلېز د جوړېدو سند لاسليک کړ. دغه موافقتنامه چي د چابهار په نوم ياديږي، د درو سره هيوادونو ترمنځ نړيوال حمل و نقل ته لار اواروي.

https://p.dw.com/p/1ItLz
غني، روحاني او مودي
انځور: IRNA

د ايران د جمهور رئيس په خبره، چابهار بندر به د لوېديځ او ختيځ او لوېديځ او شمال ترمنځ يو ترانزيتي دهلېز وي.

د ايران خبري آژانس د راپور له مخي روحاني، ويلي دي چي د چابهار او زاهدان او وروسته د زاهدان او سرخس ترمنځ اورگاډي پټلۍ په جوړېدو سره به دغه بندر د بېلابېلو هيوادونو، لکه هندوستان له افغانستان او مرکزي آسيا هيوادونه قفقاز او اروپا له ختيځ سره د اتصال مهمه نقطه وي.

دغو درو سرو هيوادونو يعنی افغانستان، هند او ايران د دوشنبې په ورځ د «چابهار» په نوم موافقتنامه لاسليک کړه.

د دغه سند تر لاسليکولو وروسته د درو سرو هيوادونو مشرانو په يو گډ خبري کنفرانس کي گډون وکړ.

د ايرانا خبري آژانس د راپور له مخي د ايران ولسمشر حسن روحاني په دې اړه وويل: «دغه سند يوازي يو اقتصادي سند نه، بلکي يو سياسي او سيمه ايز سند دئ او ددې سند پيغام دا دئ چي د سیمي هيوادونه بايد د سيمي د پراختيا په برخه کي له سیمه ايزو فرصتونو څخه گټه واخلي.»

Iran Rohani, Modi und Ghani in Teheran
انځور: IRNA

د افغانستان جمهوررئيس محمد اشرف غني هم په دغه کنفرانس کي دغه موافقتنامه نه يوازي د دغو درو هيوادونو له پاره يو ستر بدلون ياد کړ، بلکي هغه ئې د ټولي سيمه له پاره مهم وگاڼه او زیاته ئې کړه چي دغه درې اړخيز تړون د سيمي د هيوادونو ترمنځ د اړيکو پراخولو زمينه برابره وي او له چين څخه تر مرکزي اسيا پوري به يو له بل سره وتړي.

غني، وويل چي د افغانستان خصوصي او دولتي اړخونه په چابهار کي هر ډول پانگوني ته تيار دي.

د هند لومړي وزير نارندرا مودي، وويل چي هيواد ئې ژمن دی چي ددغه توافق اجرايي زمينې په ډېر لنډ وخت کي برابري کړي.

هغه ويلي دي، دغه گډه همکاري به د سيمه له پاره ډېره گټوره تمامه سي او بايد دغه دهلېز له لوېديځ-شمال نړيوال حمل و نقل سره پیوند سي.