1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان وايي، القاعدې پر حامد کړزي باندې بريد سر ته رسولی

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۶, دوشنبه

د افغانستان استخباراتي څانگې، پر اولسمشر حامد کړزي باندې د اپريل د مياشتې په پای کې د حملې پړه پر القاعده باندې وراچولې.

https://p.dw.com/p/DtZn
حامد کرزی د عسکرو قواوو د کتنې په وخت کې د دفاع وزير رحيم وردک سره
حامد کرزی د عسکرو قواوو د کتنې په وخت کې د دفاع وزير رحيم وردک سرهانځور: AP

د استخباراتو رئيس امراله صالح ويلي دي، چې په دې هکله د ثبوت پوره سندونه لري.

د نوموړي له قوله، په دې ارتباط دوه تنه دولتي ماموران هم نيول شويدي. دوی د پوځ او کورنيو چارو په وزارتونو کې دندې درلودې.

په هغه گذار کې ٣ تنه ملکي کسان وژل شوي او خپله اولسمشر حامد کړزي ته کوم زيان نه دئ رسېدلی.