1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان په اړه نوی کتاب «د دوږخ پرهارونه»

نسيم صابر(dpa)۱۳۹۱ بهمن ۸, یکشنبه

د آلمان د پوځ يوه پخواني صاحب منصب د «افغانستان او هغه سرتېري چې ذهني ټکان يې خوړلی دی» له تلوسې ډکه يوه کيسه ليکلې ده. دا لومړی ځل دی، چي دغه ډول کيسه ليکل کيږي. (انځور له ارشيفه)

https://p.dw.com/p/17SIe
انځور: AFP/Getty Images

هاينريش ديتر نويمن غواړي چې په افغانستان کې د ايساف ماموريت د هدف او موخې په اړه پوښتنه وکړي. سربېره پر دې دی غواړي دا پوښتنه هم وکړي چې ولي آلماني سرتېري دغه هېواد ته ولېږل شول، چې دا د يو لومړني رومان له پاره يوه ډېره درنه سوژه يا سکالو ده.

نويمن د آلمان د فلېنسوبورګ په شاوخوا کې د ساتروپ ښارګوټي اوسېدونکی او د دغه هيواد پخوانی صاحب منصب دی او دغه موضوعګانې يې مطرح کړې دي.

اوس د ده له تلوسې ډک رومان «د دوږخ پرهارونه» راوتلی دی چې د افغانستان او د ذهني ټکان د ناروغۍ پر سکالو باندې څرخي. د خپل کتاب د ليکلو انګېزه نويمن په عاميانه ژبه داسې بيانوي: «زموږ پيشو هم د چينجيو ضد ګولۍ يوازې د نرمې غوښې سره يو ځای تر ستوني تېروي.» د دې اصطلاح معنی دا ده چې: جنجالي سياسي موضوعګانې د يو مستند کتاب په بڼه «نسبتا ښه» خرڅيږي، خو عادي لوستونکي د نويمن په اند دغسې کتابونه نه پېري.

په انترنېټ کې د کتابونو په اړه په بحثونو کې ده تجربه کړل چې: «خلک ورته هيڅ زړه نه ښه کوي. ما له ځانه سره فکر وکړ چې دا موضوع دومره اهميت لري چې له تلوسې ډک په يو رومان کې به ورته ځای ورکوم.»

نويمن د آلمان له اردو سره تماس ونيو او د افغانستان د ماموريت له پخوانو سرتېرو سره يې هم خبرې وکړې. له هغو سرتېرو سره دی وغږېد چې د معلوماتو د راغونډولو په ګزمو کې يې برخه اخيستې وه. په برلين کې نويمن د ذهني ټکان د ناروغانو له يوه مرکز څخه ليدنه وکړه. نويمن چې ۶۳ کلن دی او هيڅکله هم افغانستان ته نه و تللی، وايي چې هغه کسان چې د ده کتاب يې لوستی دی، دا ستايي چې دغسې يوه مغلقه موضوع يې مطرح کړې ده.

د ذهني ټکان ناروغان تل دغه پوښتنه له ځانه سره کوي چې «موږ د څه شي له پاره هلته ورغلي وو؟»

د آلمان د دفاع د پخواني وزير هغه خبره چې ويل يې «د آلمان دفاع په هندوکش کې کيږي.» د نويمن په اند «بشپړه بې مفهومه خبره» ده. د دغه ماموريت اصلي دليل چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ده، د ده په نظر له يو څو کلونو وروسته بيا زوړ شوی و.

نويمن غواړي چې خلک راوپاروي، خو دی د حل کومه لاره نه وړاندې کوي. د ده په خبره ځينو ستونزو ته حللارې هم نشته. دی غواړي د خپل کتاب له لارې خلک فکر کولو ته وهڅوي. دی غواړي خلک د هغه څه په اړه فکر وکړي چې هره ورځ يې په ورځپاڼه کې لولي. د ده فکر پخپله هم بدل شو کله چې يې د دغو موضوعګانو په اړه څېړنې پيل کړې.

ده په لومړي سر کې د افغانستان له ماموريت څخه ملاتړ کاوه، خو اوس وايي چې دی پکې کوم هدف او مفهوم نور نه ويني. دی وايي که نجونې اوس مکتب ته ځي او څاه ګانې هم وکيندل شي، خو: «زه پوهېږم چې کله چې موږ ووځو، حالت به د لس کاله پخوا په څېر وي. هغوی ته بيا برقعې ورپر سر کيږي. دا خبرې سړي ته ډېر زور ورکوي.»

نويمن په دې ترڅ کې د يو بل کتاب ليکنه هم پيل کړې ده. په داسې حال کې چې ده د خپل لومړي کتاب «د دوږخ پرهارونه» له پاره يوه خپروونکې ټولنه لټوله، نوموړي خپل بل له تلوسې ډک رومان هم شروع کړی وو. دی غواړي چې دغه کتاب چې عنوان يې «د شرمښي ميراث» دی، د لايپڅيګ د کتابونو په نندارتون کې وړاندې کړي. په دغه کتاب کې د ترکيې د ملتپالو په اړه څېړنه شوې ده.