1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان :په جنګ کي د آلماني پوځ ورداخليدل

۱۳۸۹ فروردین ۲۰, جمعه

يووار بيا سياست په افغانستان کښي د آلماني عسکرو په سرنوشت کښي برخه واخيستله ، او پر هغه باندي خبري او بحثونه هم په تلوار سره شروع سول . خبري او بحثونه پر دې دي چه آيا نسي کيدلای آلماني عسکر نور هم ښه مجهز سي

https://p.dw.com/p/MrQN
آلماني پوځ په افغانستان کښي
آلماني پوځ په افغانستان کښيانځور: picture-alliance/dpa

خبري پر درنو وسلو لکه زره پوښونو ، او ټانکونو باندي دي ، کوم چه د وسلې جوړولو فابريکې يې په اوس وخت کښي لري ، اووکولای سي د افغانستان په اراضي کښي په ښه ډول فعاليت وکي . طبعاًد شک او ترديد سره ملګرې هغه غوښتنه چه ددرو آلماني عسکروتر وژل کيدو وروسته رامنځته کيږي ، خو داسي يوه غوښتنه ، چه په واقعي ډول به بيا هم مرسته ونکړي .

د ښو وسلو دپاره مبارزه او پلاس راوړل ، چه يوازي ظاهرأ به غوښتني مرفوع کي ، خو واقعأ نه . يو شی چه معلوم دي ، هغه داچه آلماني پوځ په افغانستان کښي نور په هغه ډول چه تر اوسه يې کول ، دوام نسي ورکولاي .

که طالبان د آلماني پوځ پر موجوديت سربيره د افغانستان په شمال کښي وسعت پيداکوي ، او د آلماني پوځ په مقابل کي د مينونو ، چاودونو او کمينونو د لاري ددوی سره جنګ کولای سي ، نو بيا وضع ډيره تغير سوې ده . بيا نو خبره د ځان پر دفاع باندي ده ، او نه د افغانستان پر ثبات او بيرته ابادولو باندي . که د آلماني پوځ هره ګزمه او قطار د خطر سره مخامخ وي ، بيا نو په کندوس او مزارشريف کښي ډير څه هم نسي کولای . آلماني پوځ نسي کولای د طالبانو پر ضد نظامي عمليات تر سره کي ، ځکه د هغه اجازه نلري . که دوی ونسي کولاي خپله وطيفه اجرأ کي ، نو نتيجه به داوي چه د افغانستان څخه بايد راووزي . يعني داچه ددوی عمليات په ورکول سوې ساحه کښي ثبات را نه وستلای سي، او د خلګو حمايه او ساتنه ونکي .

د جرمني ددفاع وزير کارل-تيودور څو ګوټن بِرګ په افغانستان کښي
د جرمني ددفاع وزير کارل-تيودور څو ګوټن بِرګ په افغانستان کښيانځور: AP

2010 عيسوي کال بايد په افغانستان کښي قاطع کونکی کال وي ، ځکه چه هلته تر 100000 اضافه خارجي عسکر په فعاليت او نظامي عملياتو اخته دي . د ناټو پر ټولو هغو کوښښو او فعاليتو سربيره چه غواړي افغانستان په زور سره آرام کي ، ښکاري چه افغانستان د نظامي لاري نسي ګټل کيدای . او ورځ په ورځ لا حالت ورته خرابيږي هم .

پداسي حال کښي چه خارجي ، د هغې جملې څخه آلماني عسکر په افغانستان کښي وژل کيږي، جمهور رييس حامد کرزی خپلو متحدينو ته شا وراړوي . دي د ناټو د پلان سوو نظامي عملياتو سره مخالفت کوي ، خارجيان د جمهوري رياست په انتخاباتو کښي د لاسوهنو مسؤل بولي ، او حتی د طالبانو سره زړه سوی ښکاره کوي . او دا ښه نده چه کرزي چه تر ډيره حده پوري د غربيانو د لاس آله ښکاري ، خاصتأ په ۲۰۱۰ کال کښي خپل سياسي ژوندي پاته کيدل په دغه ډول اطميناني کوي .

تر اوسه پوري د آيساف عمليات د کابل د حکومت او ناټو سره په روابطو کښي تر سره کيدل ، او که دغه اساس له منځه ولاړ سي ، نو به نظامي عمليات تر سوال لاندي راسي ، او د ناټو د عسکرو دپاره به نور ه هم وضع خطرناکه سي ، چه بيله هغه هم د ډيرو افغانانو لخوا په ښه سترګه نه ورته کيږي ، ا ورته اشغالي قواوي ويل کيږي .

ويرک هويزر

کتونکي : محمد قاسم نوري