1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: په دوو جلا جلا پیښو کې د ناټو دوه سرتیري وژل شوي دي

۱۳۹۱ خرداد ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/15GLM

د ناټو د معلوماتو له مخې د جمعې په ورځ په دوو جلا جلا پیښو کې د ناټو دوه تنه سرتیري وژل شوي دي. د راپورونو پر اساس دغه سرتیري د افغانستان په شرق او جنوب کې وژل شوي دي. خو په دې اړه نور جزئیات نه دې ورکړل شوي. په عین وخت کې د پکتیا د والي ویاند ویلي دي چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د پنجشنبې او جمعې په ورځ د دوو تنو طالب قوماندانانو په شمول ۳۴ تنه وسله وال وژل شوي دي. ویل شوي چې په دغه عملیاتو کې دوه تنه پولیسو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.