1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان په فوټبال کي بوتان ته ماته ورکړه

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۱۱, دوشنبه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سویلي آسیا هیوادونو په لوبو کې بوتان ته درې پر صفر ماته ورکړه. دغه لوبه په نیپال کې ترسره شوه.

https://p.dw.com/p/19aMr
Afghanistan versus Bhutan - SAFF Championship 2013 Das Fußballspiel Afghanistan gegen Bhutan wurde heute (02.09.2013) in Nepal ausgetragen. Afghanistan ging mit 3:0 in Führung. Die Bilder haben wir über die Website goalnepal.com gekauft. Copyright: GoalNepal Zulieferer: Waslat Hasrat-Nazimi
Fußball SAFF Championship 2013 Afghanistan gegen Bhutanانځور: GoalNepal

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې ویاند عارف پیمان د دې لوبې په اړه وویل: «د افغانستان د فوټبال ملی لوبډلې په وروستیو کلونو کې په لږ وخت او ډیرو کمو امکاناتو ډیرې لاس ته راوړنې لرلي دي.»

هغه د افغانستان او بوتان تر منځ لوبې ته په اشاره کولو سره وویل: «دغه لوبه د ب گروپ د سیاليو په ترڅ کې ترسره شوه. افغانستان په دې گروپ کې خپله لومړۍ لوبه د بوتان پر وړاندې ترسره کړه. د افغانستان راتلونکي لوبې به د مالدیو او سریلانکا پر وړاندې وي.»

د افغانستان دوهمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د سریلانکا پر وړاندې ده او د جمعې په ورځ به له مالدیو سره ولوبیږي.

د افغانستان او بوتان تر منځ لوبه کې د افغانستان لومړی گول مصطفي آزادجو، دوهم گول اسلام الدین امیر او دریم گول حشمت الله بارکزي وواهه. د افغانستان په ملي لوبډله کې اوس داسې لوبغاړي هم لوبږي چې په امریکا او اروپا کې یې تمرینات کړي دي.

مصطفی آزادجو او اسلام الدین امیري هغه دوه لوبغاړي دي چې له اروپايي هیوادونو څخه د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبیدو ته ور بلل شوي دي. تر دې مخکې مصطفي آزادجو د پاکستان پر وړاندې په نړیواله لوبه کې هم د افغانستان په گټه وروستی گول وهلی وو.

د افغان فوټبال لوبډلي مينه وال
د افغان فوټبال لوبډلي مينه والانځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې ویاند وویل: «د ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي په آلمان، ناروې، سویډن او هندوستان کې ژوند کوي. خو د افغانستان تر بیرغ لاندې او د خپل هیواد له پاره لوبیږي.»

دغه لوبې په افغانستان کې د یوه خصوصي تلویزیون له خوا په ژوندۍ بڼه خپریږي چې ډیر لیدونکي لري. حشمت الله ستانکزی د کابل ښار اوسیدونکی دی چې په ژوندۍ بڼه یې دغه لوبه لیدلې ده. هغه وایي: «د بوتان او افغانستان پر وړاندې د لوبې په لیدو سره ما ته دا احساس پیدا شو چې موږ د یوه ملت کیدو پر لور روان یو.»

تر دې مخکې د افغانستان ملي لوبډله توانیدلې وه چې په کابل کې د پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې ته ماته ورکړي.