1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان راتلونکو لوبو ته تیاری نیسي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۲, جمعه

د افغانستان د کریکټ لوبډلې روزونکي ویلي دي چې لوبډله به یې په راتلونکو لوبو کې د ښه ځلیدو له پاره په پاکستان کې تمرینات ورکړي. دغه تمرینان به د دوو پخوانیو نړیوالو کپتانونو په مرسته وشي.

https://p.dw.com/p/1Bg8O
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

په دې ترتیب سره به عامر سهیل، له افغان توپ وهونکو او رشید لطیف له ویکت ساتونکو سره مرسته وکړي ترڅو افغان لوبډله وشي کولای په ۲۰۱۵ کال کې په نړیوال جام کې ښه وځلیږي. د کریکټ نړیوال پنځوس اوریز جام لوبې به په استرالیا او نوي زیلاند کې وشي.

د افغانستان د لوبډلې روزونکي کبیر خان، د پنجشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ په دې کال کې ډیرې لوبې لرو. لومړۍ لوبې مو د اسیا د کریکټ بورد په جام کې دي چې په راتلونکې میاشت کې پیلیږي. د نړیوال جام پر مهال به زموږ شوق ډیر وي. موږ د اپریل له ۱۵ نیټې څخه په کراچۍ کې د دوو اوونیو له پاره یو روزنیز کمپ پلان کړی دی.»

افغانستان په ۲۰۰۹ کال کې د کریکټ له نړیوالې شورا څخه د یو ورځینیو لوبو د ترسره کولو درجه ترلاسه کړه. دغه لوبډله به په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوال جام پر مهال له پیاوړو لوبډلو سره ولوبیږي. افغانستان تر اوسه پورې درې وارې په نړیوال شل اوریز جام کې لوبیدلی دی. خو دا لومړۍ ځل دی چې پنځوس اوریز جام ته چې په نړۍ کې د کریکټ تر ټولو معتبره جام بلل کیږي لار موندي.

د کریکټ نړیوالې شورا د افغانستان له کریکټ بورد سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت مرستو اعلان کړی دی. دغه مرستې نړیوال پنځوس اوریز جام ته د لار موندنې له کبله افغانستان ته ورکړل شوي دي. پر افغانستان سربیره متحده عربي امارات، ایرلند او سکاتلند هم دغه جام ته لار موندلې ده.

کبیر خان وویل چې لوبډله یې په اسیا کپ کې ښه وځلیده. په همدې جام کې افغانستان د لومړي ځل له پاره د کریکټ د نړیوال شورا یوه بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد بنگله دیش، ته ماتې ورکړه. خو هغه په نړیوالو شل اوریزو جام کې د خپلو لوبغاړو منفي ټکو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «زموږ توپ وهونکي و نه توانیدل چې په نړیوال شل اوریز جام کې د فشار پر وخت ښه وځلیږي.» افغانستان په دې جام کې له نیپال او بنگله دیش څخه ماتې وخوړه او و نه توانید چې د لوبو بل پړاو ته مخکې ولاړ شي.

افغانستان د نړیوال پنځوس اوریز جام په A گروپ کې دی او له استرالیا، نوي زیلان، سکاتلند، بنگله دیش، انگلستان او سریلانکا سره به لوبې ترسره کړي. د دغې ډلې لومړۍ لوبه به د فبروري پر ۱۸ نیټه د بنگله دیش پر وړاندې وي.

سهیل ویلي دي چې هغه د افغانستان لوبډلې روزنې ته سترگې په لار ده: «د افغانستان د لوبغاړو روزنه به خوند وکړي. زه به هڅه وکړم چې هغوی وشي کولای د نړۍ د پیاوړو لوبډلو پر وړاندې ولوبیږي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب