1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: څلور فرانسوي سرتیري ووژل شول

۱۳۹۱ خرداد ۲۰, شنبه

په افغانستان کي د ايساف قواو د شنبې په ورځ ويلي دي چي څلور سرتیري ئې د افغانستان په ختيځ کي د اورپکو د بريد له کبله وژل سوي دي. افغان چارواکو هم منلې ده چې وژل سوي بهرني سرتیري فرانسويان دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/15BG8
انځور: dapd

د ايساف خبرپاڼې د شنبې په ورځ دا جزئيات نه دي څرگند کړي چي د افغانستان په ختيځ کي وژل سوي بهرني سرتیري د کوم هيواد سره تړاو لري. ايساف پخپله خبرپاڼه کي دا هم نه ده بربنډه کړې چې په دقيقه توگه دغه پېښه په کوم ځای کې رامنځ ته سوې ده.

خو افغان چارواکو بيا د فرانس پریس خبري آژانس ته ويلي دي چي د ايساف وژل سوي سرتیري فرانسويان دي. د دغو چارواکو په وينا د افغانستان په ختيځ ولايت کاپيسا کي د شنبې په ورځ د فرانسوي سرتیرو پر گزمه باندې ځانمرگی بريد تر سره سو. چارواکي زياتوي چي د نجراب ولسوالۍ په دغه پېښه کي يو شمیر فرانسوي سرتیري ژوبل سوي هم دي. په ځايي شورا کي د نجراب استازي سلطان محمد د فرانس پریس ته ويلي دي چي په پېښه کي درې ولسي کسان هم ژوبل سوي دي:

«دغه يو ځانمرگی بريد وو چي د فرانسوي سرتیرو پر وړاندې تر سره سو. په دغه بريد کي شپږ فرانسوي سرتیري وژل سوي دي او څلور نور ژوبل دي.»

طالبانو د دغي پېښي پړه په غاړه اخيستې ده. له بلې خوا د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي، ويلي دي چي ځانمرگي بريد کوونکي د بريد پر وخت د ښځو برقعه په ځان درلوده: «د افغانستان د حکومت له لورې موږ صرف د دې پخلی کولای سو چي په دغه پېښه کي درې ولسي کسان ژوبل سوي دي.»

فرانسه په افغانستان کي ۳۵۰۰ سرتیري لري چي زياتره يې د کاپيسا په ولايت کي ځای پر ځای دي. فرانسه په افغانستان کي د بهرنيو سرتیرو د شمیرې له مخې پنځم ستر ځواک دئ.

کاپيسا ولايت چي د افغانستان په ختيځ کي پروت دئ په تيرو کلونو کي د فرانسوي سرتیرو له پاره ستونزمن واقع سوی دئ. په دغه سيمه کي نه يوازې د پاکستان له پولې څخه را اوښتونکې اورپکي لوی گواښ رامنځ ته کوي، بلکه دلته د مخدره توکو قاچاک وړونکي هم يوه لويه ستونزه ده.

دا په داسې حال کي ده چي نوي ټاکل سوي فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند، مخ له وړاندې لا هوډ کړی وو چي په روان مېلادي کال کي به له افغانستان څخه خپل سرتیري راوباسي.

فرانسوا اولاند تېره مياشت کابل ته د سفر پر وخت ويلي وو چي ۲۰۰۰ فرانسوي جنگي سرتیري به د روان مېلادي کال تر پايه له افغانستان څخه ووځي. نوموړي زیاته کړې وه چي د دې معنی به دا نه وي چي فرانسه به افغانستان یوازې پریږدي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش