1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي د ايساف نوی قوماندان څوک دی؟

۱۳۹۰ تیر ۲۴, جمعه

د جولاي په 18 دويد پيتريوس افغانستان کی د ناتو تر مشري لاندي د آيساف قومانداني، جنرال جان الن ته سپاري. د سمندري پياده ځواکونو دغه جنرال د عراق په جګړه کي تجربه لري، خو په خپلي نوي دندي کي له نوو ننګونو سره مخامخ دي

https://p.dw.com/p/11vpm
جنرال جان الن د ناتو او ایساف نوی قوماندان په افغانستان کی
جنرال جان الن د ناتو او ایساف نوی قوماندان په افغانستان کیانځور: AP

جنرال جان الن د نرمي لهجي سړي دي. هغه د واشنګتن د جارج تاون له مشهور پوهنتون څخه د دري ماستريو د تر لاسه کولو تر څنګ، د يوه تکړه تحليل کونکي او هوښيار پوځي ستراتيژيست په توګه هم شهرت لري. ويل کيږي چي هغه نه يواځي په پوځي ډګر، بلکه د ديپلوماسي په ساحه کي هم لاس بري دي.

کله چي د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما، هغه افغانستان کي د امريکايي او ايساف د ځواکونو د نوي قوماندان په توګه معرفي کاوه، له هغه څخه يي په دي الفاظو ستاينه وکړه:

«جان الن د جګړي د ډګر آزمويل شوي قوماندان دي. جنرال الن وتوانيد چي د عراق د الانبار په ولايت کي وضعيت ته بدلون ورکړي او د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ د مرستيال په توګه هغه په دغي ټولي سيمي کي له درناوي څخه برخه من دي. هغه د افغانستان ستراتيژۍ تر څیړني لاندي نيولي ده.»

خو د هندوکش د غرو په لمن کي جنرال الن تجربه نه لري. د هغه ټوله پوځي تجربه د عراق په جګړه کي ده. د عراق د الانبار په ولايت کي هغه وتوانيد چي سني مذهبه جنګيالي د القاعدي د شبکي پر ضد راخپل کړي.

دغه کار سره د عراق په دغی ناکراری سيمی کی تر يوي کچي امن او ثبات ټينګ شو. د دغي ستراتيژي د پلي کولو لپاره البته هغه ډير زيات په پوځي قوت باندي ټينګار نه دي کړي.

نوموړي په هغه وخت کي وويل:

«د پاڅون پر ضد په جګړه کي د وژلو او ټکولو له لاري کار اخيستل د برياليتوب يواځني لاره نه ده. دا هغه څه دي چي مونږ دلته تجربه کړي ده.»

په هغه وخت کي جنرال الن د عراق د نوموړي ناکرار ولايت سفر وکړ او د سيمي له مخورو شيخانو او د عراق په ګاونډوي هيوادونو کي له نفوذ لرونکو سياستوالو سره یي خبري وکړي.

هغه د خلکو کلتوري او مذهبي ارزښتونو ته زيات درناوي لري او په خاص توګه د اسلام د حساسو مسایلو په اړه خیال ساتي.

هغه په عراق کي د خپل پوځي ماموريت دوري ته په اشارې سره وايي:

«دا په عراق کي د زور زياتيو تر ټولو ډير سخت وخت ؤ. هغه څه چي مونږ پري بريالي شو، هغه دا ؤ چي عربان مو قانع کړل چي د القاعدي د وحشت پر ضد سره يو موټي شي او په ګډه عمل وکړي. د دي کار لپاره ما د فرات د سين په اوږدو کي سفرونه وکړل او له ډيور شيخانو سره مي وليدل. نه يواځي په رامادي، فالوجه يا بغداد کي، بلکه په ګاوندي هيوادونو، عمان، دوحه او دوبۍ کي هم.»

دا چي د عراق د جګړي دغه تجربه به هغه سره په افغانستان کي هم مرسته وکړي، سمدلاسه څوک څه ويلاي نه شي، خو لږ تر لږه هغه په دي هيواد کي عراق ته ورته وضعيت سره مخامخ دي.

جنرال جان الن په داسي وخت کي په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو د جګړي قوماندانۍ په غاړه اخلي چي له افغانستان څخه د يو شمير سرتيرو د وتلو لړي پيل شوي ده.

افغانستان د انتقال په پروسه کي ده. په عين وخت کي د پردي تر شا له طالبانو سره د روغي جوړي او د لانجي د يو سياسي حل لپاره هڅي رواني دي. دغه ټول مسايل هغه ننګوني دي چي د آيساف نوي جنرال ورسره بايد لاس او پنجه نرمه کړي.

دانيل ششکيويچ/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر