1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"افغانستان کي د بشري حقونو حالت ډير خراب دی"

۱۳۹۰ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

د بشري حقونو يوې څيړندويي ډلي چي له افغانستان څخه ليدنه کړې د خپل سفر په وروستۍ ورځ په افغانستان کي د بشر د حقونو حالت ډير ناوړه وښود. د ايټاليايي اوامريکايي حقوق پوهانو دغه ډله څه موده دمخه افغانستان ته تللې وه.

https://p.dw.com/p/12TbA
انځور: picture-alliance/dpa

امريکايي اوايټالوي محقيقينو د افغانستان يو شمير ولايتونو ته تر سفرونو او له ګڼو افغانانو سره تر مرکو وروسته موندلي چي په تيرو لسونو کلونو کي د بشر د حقونو سرغړونکي لا هم د مقتدروڅيرو په توګه په حکومت او سيمه یيزه کچه واکمني چلوي او يو هم نه دی محکمه سوی.

دغو محقيقينو تر دې شعار لاندي چي، تاوتريخوالي، جګړه او ترهګري بس ده افغانستان ته سفر کړي وو.
د بشري حقونو دغو نړيوالو فعالينو په افغانستان کي د جنګي جنايتونو د نړيوالي محکمې د څانګي د پرانيستلو غوښتنه هم کړې ده.

هغوی وويل، چي که چيري، په افغانستان کي د( ICC ) څانګه پرانيستل سي نو له دې سره به ډيري جنګي جنايت کارانو او هغه جګړه مار محاکمه سي، چي له کلونو راهيسي يي بشري حقونو ته اعتنا نه ده کړې او ډيری مظلوم افغانان يي کړولي دي.

د بشري حقونو د نړيوالي ډلي دغه ګډ پلاوي پر افغان حکومت هم نيوکه کړې چي په تيرو لسونو کلونو کي ندی توانيدلی چي يو جنګي جنايت کار هم محکمه کړي او له قانون څخه دغه معافيت نور کسان هم دي ته هڅولي چي بشري حقونه تر پښو لاندي کړي.

په تيرو دريو لسيزو کي په افغانستان کي بيلا بيلو ډلو بشري حقونه تر پښو لاندي کړي او په سلګونو زره کسان مړه او ژوبل سوي دي.

په داسي حال کي چي د افغانستان په دننه کي د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون په نامه يو بنسټ هم له تيرو څو کلونو راهيسي فعاليت کوي خو په دې نه دی توانيدلي چي د انتقالي عدالت پروسه په عمل کي پلي کړي.

د انتقالي عدالت د برنامي له مخي، چي د افغان دولت د کاري لومړيتوبونو څخه شميرل کيده بايد ټول هغه کسان محکمي ته را کش کړای سي، چي په افغانستان کي د تيرو څو لسيزو په جګړو کي لاس درلود او په ډ يرو مواردو کي يې بشري حقونه تر پښو لاندي کړي دي.

د امريکايي اوايټالوي حقوق پوهانو دغه غوښتنه چي په افغانستان کي يې د جنګي جنايتونو د نړ يوالي محکمي د څانګي د جوړيدو غوښتنه کړې په کور دننه د بشري حقونو د يو شمير ډلو له هرکلي سره مخ سوې ده.

په کابل کي د انجمن داد خواهي افغانستان په نامه د بشري حقونو مدافع ټولني د دغو حقوق پوهانو غوښتنه پر ځای بللې او وايي چي که چيري د جنګي جنايتونو د نړيوالي محکمي څانګه په افغانستان کي پرانيستل سي نو په دې کار سره به د ډيرو افغانانو قاتلين او کړونکي محکمي ته حاضر کړاي سي.

خو هغه څه چي تر اوسه پوري په افغانستان کي د انتقالي عدالت د برنامي د نه پلي کيدو لامل سوي هغه دا دي چي ويل کيږي لا هم د بشر د حقونو سرغړونکي د حکومت په لوړو منصبونو او حتي د  پارلمان پر څوکيو ناست دي، او د دغو چارواکو محاکمه په لنډ مهال کي ناشوني بريښي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل