1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ډيريږي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ اسفند ۲۸, دوشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت سرچینې وایي چي د امریکا متحده ایالتو لښکر غواړی چي سږ کال په افغانستان کې د ترهګرو قومندانانو د وژلو له پاره د بې پيلوټه الوتکو په يرغلونو کي د پام وړ زیاتوالی راولي.

https://p.dw.com/p/17zQU
ARCHIV - Ein undatiertes Handout der US Air Force zeigt eine Drohne vom Typ MQ-1 Predator. Bei einem Drohnenangriff in Pakistan ist nach US-Angaben ein wichtiger Drahtzieher der Terrororganisation getötet worden. Es handele sich um Hussein al-Yemeni, der hinter einem Selbstmordattentat auf eine CIA- Basis in Afghanistan im Dezember gesteckt haben soll.EPA/LT. COL. LESLIE PRATT - HANDOUT EDITORIAL USE ONLY/NO SALES +++(c) dpa - Bildfunk+++
US Drohne MQ-1 Predator USA Drohnenkrieg Pakistan OVERLAY FÄHIGانځور: picture-alliance/dpa

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون یو راپور چې د فبرورۍ په میاشت کې خپور شوی وو، ښيي چي په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په شمیر کې ۷۲ سلنه زیات والی راغلی او یوازي په ۲۰۱۲ کال کې د دغه ډول ۵۰۶ بریدونه تر سره شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت هم وایي د دغو بریدونو د شمیر زیاتیدل له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو له وتلو سره نیغه اړیکه لري.

دلته د پوځي چارو کارپوهان هم د دغو الوتکو بریدونه د طالبانو او القاعدې د مشرتابه کړیو د دړي وړي کولو له پاره ډیر اغیزناک بولي.

د پوځي چارو شنونکي اسحاق اتمر وايي له پیلوټانو پرته او له مځکنیو قواوو او سیمه يیزملاتړ پرته بې پیلوټه الوتکي په ډیره دقیقه توګه يرغل کولای شي.

اتمر وايي که مځکنۍ قواووي یوې سیمي ته د عملیاتو له پاره ځي نو نه یوازي دا چې تلفات ورته اوړي، بلکي عملیات یې هم هغسي اغیزمنتوب نه لري لکه څرنګه چې یې تمه کیږي:

«هوايي ځواکونه البته الوتکي نه شي کولای دقیق اهداف په نخښه کړي، ځکه نو ملکی تلفات هم ډير وي. خو که بې پیلوته الوتکي وکارول شي اول نخ ښه ډیره ښه ویشتلای شي، او دا ډیر ګټور کار دی».

د امریکا د بې پیلوټه الوتکو ګزارونه په افغانستان کې له ۲۰۱۱ کال راهیسي پیل شوي دي خو د دغو بریدونو ډیري پيښي د ډیورنډ د کرښي ها غاړي ته ثبت شوي دي.

په دغو بریدونوکې چې په وزیرستانونو او د قبایلو په نورو سیمو په تیرو څو کلونوکې تر سره شوي دي د القاعدي د رهبرۍ شورا او طالبانو عمده قوماندانان له مینځه وړل شوي دي، خو د پاکستان دولت بیا شکایت کړی دی چې اولسي خلکو ته یي هم پکښې مرګ ژوبله اوښتي او باید ودرول شي. د ملکي تلفاتو مسئله د ډیورنډ دې غاړي ته هم ډیره حساسه ده او حکومت یي جدي بولي.

اوس پوښتنه دا ده چې که د بي پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د افغانستان په خاوره کې ملکي خلکو ته زیان ورسیږي نو پایلي به یي څه وي؟

د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز غړی عصمت الله غلجی وايي: «د ملکي تلفاتو په پایله کې د خلکو ناراضایتي پراخیږي. د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د امریکا ډیر شمیر ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، که چیري سرتیري کم شي نو په نظامي عملیاتو کې به یي حضور هم کم شي او بیا کیدای شي چې د ملکیانو تلفاتو هم را کم شي».

د پوځي چارو ماهرین په دې اند دي چې د بې پيلوټه الوتکو يرغلونه ډېر دقیق تر سره کیږي، ځکه نو پکښې له مشخصو اهدافو پرته نورو موخو ته له زیان رسولو مخ نیوی شونی دی.

د ملګرو ملتونو یو راپور چې همدا تیره میاشت خپور شو وویل په افغانستان کې د هوایي بریدونو پر مهال د تیرو کلونو په پرتله ۴۲ سلنه ملکي تلفات کم شوي دي.