1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي د مخابراتي تکنالوژۍ چټکه وده

ميرويس جلالزی۱۳۹۱ آذر ۲۸, سه‌شنبه

د افغانستان د مخابراتو وزارت د چارواکو په وینا، تر راتلونکو درو کلونو پوري به د هیواد تقریباً نیمايي اوسیدونکي انټرنټي خدمتونو ته لاس رسی ولري. په تيره يوه لسيزه کي په دغه برخه کي ډير زيات پرمختګ شوی دی.

https://p.dw.com/p/174Ls
Bildergalerie Afghanistan Internetcafe Sahar Gul

اوس مهال په افغانستان کي د انټرنیټي خدمتونو۴۰ وړاندي کوونکو شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي دي او یوازي نزدې ۸ سلنه افغانان، چي دوه میلیونه کیږي عملاً له انټرنيټی خدمتونو څخه ګټه اخلي.

افغانان د دغي تکنالوژۍ له رامنځته کیدو او چټکي ودې څخه خوښ دي او تمه لري چې د انټرنیټي خدمتونو بیې هم راولویږي په داسي حال کې چې د ګاونډیو هيوادونو د بیو په پرتله د انټرنيټي خدمتونو بیې څه نا څه لوړي دي.

د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځی زدکړیال مبشرارغندیوال له دویچه ویله سره په خبرو کې خوښې وښوده چې افغانان انټرنټ ته لاس رسی لري، خو د بیو او کیفیت له اړخه د ستونزو د ليري کولو له پاره پر حکومت نیوکه لري:

«معلوماتي تکنالوژۍ په لنډه موده کې زموږ په هیواد کې ښه وده درلوده، دغې ودې ته په کتو سره حکومت ته په کار ده چې د انترنیټي خدمتونو بیي چې اوس موږ زده کړیالانو ته لوړي دي را ټیټي کړي، زما له دغې تکنالوژۍ سره ډیره مینه ده او په همدې برخه کې زده کړې هم کوم.»

د کابل پوهنتون یوه محصله آمنه بیا وایې، چي له نوي ټکنالوژۍ څخه افغانان په سمه توګه ګټه نه اخلي او ډیری ځوانان دغه تکنالوژۍ د غلطو مقاصدو له پاره کاروي.

د هغې په خبره هره هغه څه چې په ناڅاپي ډول په لنډه موده کې رامنځته او ډیره وده وکړي په خپل ځان کې خپل ضد روزي. دا وایې له موجوده ستونزو سره سره چې په دغه برخه کې شته بیا هم دا د مخابراتي او انټرنیټي شبکو له پراخیدو راضي ده:

«افغانستان په لومړیو کې د نوي تکنالوژۍ په برخه کې ډير کمزوری وو خو اوس په تیرو اتو کلونو کې یې ډیر پرمختګ کړی دی او دا زموږ د راتلونکي او پرمختګ له پاره ډیر مهم کار دی.»

د مخابراتو وزیر امیرزی سنګین بیا وايي، چې د نوري فایبر له فعالیدو سره سم انټرنيټي بيي راکښته شوي دي.

د سنګین په وینا په ۲۰۰۲ کال کې د یوه میګابیټ انټرنيټ بیه ۵۰۰۰ امریکایي ډالره وه، خو اوس د یوه مګابیټ بیه په عمده ډول۳۰۰ ډالره ته راکښته شوي ده او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي چې دا بیې نوري هم راښکته شي:

«د مخابراتي تکنالوژۍ او اړیکو په برخه کې ډیر پراخ فعالیت روان دی، د دغو کارونو په پیل کې د مخابراتو په سکتور کې ډیرو بهرنیانو کار کاوه خو اوس موږ هڅه کوو چې خپل داخلي ظرفیتونه غښتلي کړو او اوس موږ ډیر کادرونه خپل لرو.»

د مخابراتي خدمتونو په برخه کې که څه هم یو شمیر ستونزي پر ځای پاته دي، لیکن ویل شوي چې په دغه برخه کې لږ تر لږه ۲ ميلیارده امریکايي ډالره پانګونه شوې ده او نزدې ۱۰۰ زره افغانان په دغه برخه کې کار کوي.

د دې تر څنګ دمګړۍ درو نورو مخابراتي کمپنیو ته د ۳ جې یا دریم نسل د تکنالوژۍ د فعالیت جوازونه هم ورکړل شوي دي، چي خپلو مشتريانو ته انټرنیټي خدمتونه وړاندي کړي.