1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي د مطبوعاتو د آزادې په اړه اندېښنې

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۳, جمعه

د می مياشتي دريمه نېټه د مطبوعاتو د آزادۍ له نړيوالي ورځي سره برابره ده خو خبريالان د رسنيو او صنفي اتحاديو فعالان د بيان پر آزادۍ باندي د محدوديتونو د ډيرېدو خبره کوي.

https://p.dw.com/p/18R6Y
Gestern ist Ali Asqar Yaqubi, ein junger afghanischer Reporter einem Anschlag knapp entkommen. Auf den ersten Bildern ist er im Herater Krankenhaus zu sehen. Heute haben einige Reporter in Herat eine Demonstration veranstaltet und gegen Einschränkungen und Drohungen bei der Ausübung ihres Berufes protestiert. Auf dem ersten Bild ist eine Transparenz zu sehen, darauf steht: Wir verurteilen jegliche Gewalttaten gegen Reporter. Sämtliche Bilder wurden in Herat von unserem Korrespondenten Hooshang Hashemi aufgenommen. Sämtliche Rechte gehören der Deutschen Welle. Zulieferer: Mehrnoosh Entezari
Bildergalerie Afghanistan Gewalt gegen Journalistenانځور: DW

د رسنيو فعالان وايي، چي افغانستان اوس هم د خبريالانو له پاره يو له خطرناکو هيوادونو څخه دئ. هغوی په دې اړه اندېښنه ښوولې ده چي د خبريالانو قاتلين او له هغوی سره زور زياتی کوونکي عدالت ته نه سپارل کيږي.

د افغانستان د ژورناليستانو د اتحاديې غړی فهيم دشتي دويچه ويله ته وويل، چي د ۲۰۱۴ کال په رانژې کېدو سره پر خبريالانو باندي محدوديتونه ډير سوي دي: «له بدغه مرغه د جمهوري رياست د انتخاباتو رانژدې کېدل او د بهرنيو ځواکونو وتل پر خبريالانو باندي فضا تنگه سوې ده. پر رسنیو باندي فشارونه ډېر سوي دي.»

د افغانستان پر مطبوعاتو باندي د فشار راوړلو په تازه مواردو کي افغان ولسمشر حامد کرزي له علماوو شورا سره په موافقت ويلي دي: «د اطلاعاتو او فرهنگ وزات بايد د مبتذلو، غير اسلامي او د اجتماعي اخلاقو ضد خپرونو مخنيوی وکړي.» خو حکومت مشخصي کړي نه دي چي کومي خپروني مبتذلي او غير اسلامي دي.

خو د خبريالانو ټولني وايي، چي دوی تلاښ کوي چي په افغانستان کي د بيان د آزادۍ له ارښتونو څخه دفاع وکړي.

په تيرکال کي له خبريالانو سره د زور زياتي ۷۰ پيښي ثبت سوي وې.
په تيرکال کي له خبريالانو سره د زور زياتي ۷۰ پيښي ثبت سوي وې.انځور: DW

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د مطبوعاتو د آزادۍ د نړيوالي ورځي په مناسبت ويلي دي، چي حکومت مسئوليت لري چي د بيان د آزادۍ له ارزښتونو څخه دفاع وکړي.

د تاوتريخوالي شمېرې

د نی موسسې د شمېرو له مخي په ۱۳۹۱ کال کي له خبريالانو سره د زور زياتي ۷۰ پيښي ثبت سوي دي. په دغه کال کي دوه تنه خبريالان وژل سوي دي او ۷ تنه نور ټپي سوي دي.

دغه راز دغي موسسې د خبريالانو په اړه ۲۶ د وهل ټکولو، ۴ د نيولو او ۲۸ د توهين پيښي هم ثبت کړي دي. له خبريالانو سره د زور زياتي پيښو د شمېرو له مخي له خبريالانو سره زور زياتي تر ډيره ځايه د امنيتي ځواک له خوا په ځانگړې توگه پوليس کوي.

د رسنيو تر ډير فشار وروسته اوس د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تصميم نيولی چي له خبريالانو سره د زور زياتي د پيښو د برسۍ له پاره يو کمېسيون جوړ کړي.

په افغانستان کي د رسنيو د څار رئيس صديق الله توحيدي په دې اړه وويل: «د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر په مشرۍ يو کمېسيون جوړ سوی دئ، چي دنده ئې له خبريالانو سره د زور زياتي د پيښو ارزول دي. خو موږ هيله لرو چي سرغړونکو ته بيا سزا ورکړل سي. تر څو په راتلونکي کي دغسي پيښي له منځه ولاړي سي.»

لاسته راوړني

افغانستان په وروستيو لسو کلونو کي د مطبوعاتو د آزادۍ خلاصه فضا تجربه کړه. په سوو آزادو رسنيو په فعاليت پيل کړی دی او له زور زياتيو سره سره بيا هم خبريالانو د بيان نسبي آزادي لري.

د نی موسسې د شمېرو له مخي اوس په افغانستان کي ۶۰ تلويزيوني کانالونه، ۱۶۰ راديويي دستگاوي او نزدې ۶۰۰ بېلابېلي چاپي رسنۍ فعاليت کوي.

په تيرو لسو کلونو کي په افغانستان کي ۳۰ تنه خبريالان وژل سوي دي او په سوو نور توهين سوي دي.