1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روان کال کې ۲۱۲ زره افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي

۱۳۹۶ شهریور ۷, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې په افغانستان کې د روانو شخړو او جګړو له کبله د روان میلادي کال له پیل راهیسې له ۲۱۲ زره څخه زیات افغانان خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي شوي دي.

https://p.dw.com/p/2j0Y3
Afghanistan Flüchtlingslager bei Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

په افغانستان کې د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر وايي چې د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ میاشتې راهیسې په دې هیواد کې شاواخوا ۲۱۲ زره او ۴۳۹ کسان خپلو مینو او کورنو پریښودو ته اړ شوي او د هیواد دننه بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو له خوا په دې خپاره شوي تازه رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان له ټولو ۳۴ ولایتونو څخه له ۳۰ ولایتونو یې داسې رپوټونه ترلاسه کړي چې په کې په اجباري توګه بې ځایه کیدل پیښ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دې رپوټ په حواله د جګړو له امله د بې ځایه کیدو زیاتره پیښې د افغانستان د شمالي ولایتونو په ولسوالیو او کليو کې رامنځ ته شوي چې د ټولو بې ځایو شوو کسانو کابو ۴۱ سلنه جوړوي.

Binnenflüchtlinge in Kabul Afghanistan
انځور: DW/H. Sirat

بل لوري ته بیا د افغانستان جګړه ځپلي سویلي او سویل ختیځو ولایتونو کې د بې ځایه شویو کسانو شمیر ۲۲ سلنه ښوول شوی دی چې د تاوتریخوالي او جګړو له امله خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي دي.

سربیره پر دې، تیر میلادي کال په افغانستان کې د جګړې د دوام له امله ۶۶۰ زره  ملکي کسان د بې ځایه شوو کسانو په توګه ثبت شوي وو. د ۲۰۱۷م کال په پیل کې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د شخړو د دوام او پراخیدو له امله ښايي ۴۵۰ زره نور افغانان هم د بې ځایه شویو کسانو او کورنیو په شمیر کې ور زیات شي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم: