1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ۳۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري

۱۳۹۴ بهمن ۷, چهارشنبه

ملګرو ملتونو په روان کال کې له میلیونونو اسیب پذیره افغانانو سره د مرسته کولو په موخه د ۳۹۳ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده. په افغانستان کې د فقر او جګړو له کبله اوس هم ډیر شمیر کسان مرستې ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/1HkU8
Binnenflüchtlinge in Kabul Afghanistan
انځور: DW/H. Sirat

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي مارک باودن، او د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۷مه نېټه) د تلویزیون له لارې په روان کال کې له افغانانو سره د مرستې په موخه د پیسو د راټولولو غوښتنه وکړه.

د ۲۰۱۶ کال له پاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په پلان کې افغانانو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو رسول چې د سرپناه، روغتیایي خدماتو، تغذیې، پاکو اوبو او نورو ضروریاتو رسول شامل دي.

عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه چې مرستندویه هیوادونه به د تیرو کلونو په څیر له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په دې ترتیب سره به افغانانو ته په ۲۰۱۶ کال کې هم اړینې مرستې ورسیږي.

که څه هم په تیرو ۱۴ کلونو کې له افغانستان سره ډیرې مرستې شوې دي، خو بیا هم دغه هیواد د روانو جګړو، وچکالیو، فقر او طبیعي افاتو له کبله په دوامداره توګه مرستو ته اړتیا لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب