1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغاني پوهنتونونه بهرني محصلین مني

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ فروردین ۷, چهارشنبه

د لومړي ځل له پاره د کابل په پوهنتون کې د بهرنیو هیوادونو د محصلینو له پاره د زده کړو زمینه برابره شوه. په پام کې ده چې په روان کال کې به د ترکیې هیواد څلویښت تنه محصلین د کابل پوهنتون په بیلابیلو څانګو کې زده کړې وکړي.

https://p.dw.com/p/184N8
انځور: Fotolia/Alexander Raths

د ترکیې هیواد دغه محصلین به د شرعیاتو، ساینس، ترکي او انګلیسي ژبو په برخو کې په افغانستان کې په وړیا توګه د پنځو کلونو له پاره زده کړې وکړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ میاشتې ۲۶ نیټه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «ډیر د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان تحصیلي نظام د سیمې او نړۍ په کچه خپل اعتبار بیرته په لاس راوړ. موږ به په راتلونکي وخت کې په خپلو پوهنتونو کې د ډیر شمیر بهرنیو محصلینو د حضور شاهدان یو.»

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل مخکې د بهرنیو هیوادونو ډیر شمیر محصلینو د کابل په پوهنتون کې زده کړې کولې. خو په دې هیواد کې د کورنیو جګړو تر پیلیدو وروسته د بهرنیو هیوادونو د محصلینو پر وړاندې د افغانستان د لوړو زده کړو د موسسو دروازې وتړلې شوې.

آن هغه محصلینو چې درې لسیزي تر مخه یې د کابل په پوهنتون کې درسونه ویلي وو، په اوسني وخت کې د خپلو تحصیلي اسنادو د لاس ته راوړلو په هڅه کې دي. په افغانستان کې د جاپان اوسنی سفیر هیروتاکاشای، هم د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر وخت د کابل پوهنتون د ادبیاتو په څانګه کې زده کړې کړې وې. هغه اوس هڅه کوي چې د خپل فراغت سند تر لاسه کړي.

د لوړو زده کړو وزارت معین محمد عثمان بابري، د افغانستان په پوهنتونو کې بهرنیو محصلینو ته د زده کړې د شرایطو برابریدل یوه لویه لاس ته راوړنه بولي. هغه وایي: «تر جګړې مخکې دلته زیات شمیر محصلینو زده کړې کولې خو د جګړې پر وخت دغه څه کم رنګه شول. اوس به د ترکی د ځوانانو له راتګ سره، له یوه پلوه د دواړو هیوادونو تر منځ دوستي ټینګه شي او له بل پلوه دا د نړیوال کیدو په لور یو ګام دی.»

د درسي موادو کره کتنه

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر وايي چې په روان لمریز کال کې به د پوهنتونونو پر درسي پروګرامونو له سره کتنه وشي.

ښاغلي عبید پر دې خبره ټینګار وکړ چې په دې اړه هڅې روانې دي چې د افغانستان د پوهنتونو پروګرامونه او درسي مواد په نړیوالو معیارونو برابر شي او افغان محصلین ښه درسي موادو ته لاسرسی پیدا کړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزیر په خبره د ۱۳۹۱ لمریز کال په اوږدو کې د افغانستان د پوهنتونونو درسي پروګرامونه د یو شمیر سیمنارونو، ورکشاپونو او بیلا بیلو غونډو په ترڅ کې جوړ شوي دي چې ورڅخه به په روان کال کې استفاده وشي. د افغانستان په پوهنتونو کې له زاړو درسي موادو څخه کار اخیستل د دغو پوهنتونونو د اصلي ضعف په توګه یاد شوي دي.

ګډ پوهنتونونه

د لوړو زده کړو د وزارت بل پلان دا دی چې له بیلا بیلو هیواودونو څخه وغواړي چې په افغانستان کې ګډ پوهنتونونه جوړ کړي. اوس په کابل کې یوازې یو امریکایي پوهنتون فعالیت کوي. د لوړو زده کړو وزیر وویل چې له نورو هیوادونو سره د ګډو پوهنتونو د جوړولو له پاره هڅې ادامه لري. هغه زیاته کړه: «د کیفیت د لوړولو له پاره یو ګام د افغانستان او یو شمیر نورو بهرنیو هیوادونو تر منځ د مشترکو پوهنتونونو جوړول دي. لکه افغان-جاپان پوهنتون او یا افغان-جرمن پوهنتون. موږ هڅه کوو چې په راتلونکي وخت کې دغه شان پوهنتونونه ولرو.»

دا په داسې حال کې ده چې اوس ۲۹۳۰ افغان محصلین په بهرنیو هیوادونو کې زده کړې کوي. افغانستان بهرنیو هیوادونو ته د محصلینو د استولو له پاره په کال کې ۱۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب