1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغاني ښځي: افغانستان مه بحراني کوئ

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ تیر ۱۰, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ښځو فعالانو بنسټونو د ولسمشرۍ له پاره دواړو کانديدانو څخه غوښتي دي چې د بحران مخنیوی وکړي. دغه بنسټونه وایي چې ۳۸ سلنه ښځو په ټاکنو کې د سولي او پرمختگ له پاره خپلې رایې ورکړي دي، نه جگړې او بحران ته.

https://p.dw.com/p/1CTKy
انځور: DW/H. Sirat

په تیرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان ښځې د اساسې قانون له مخې مساوي وبلل شوې او زده کړو ته یې لاس رسی وموند. د ښځو د حقوقو مدافع بنسټونه وایي که چیري افغانستان بې ثباته شي، نو دوی به یې اصلي قربانیان وي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت، کمیټې مسوولې ډاکټرې عالمه مسئول د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال جولای لومړۍ) په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل: «کله چې د افغانستان ښځي د رایو د صندوق پر لور ولاړې، نو ویې غوښتل چې په اقتصادي، اجتماعي او سیاسي وضعیت کې يې ښه والی راشي. که چیري موږ دومره تږي یو، چې ټول بهیر له چلنج سره مخامخوو نو راتلونکو نسلو ته به ځواب ویونکي یو.»

افغانستان په اوسني وخت کې له یوه سیاسي بن بست سره مخامخ دی. د ولسمشرۍ یو تن نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله، له ټاکنیزو کمېسیونونو سره خپلې اړیکې قطع کړي دي، خو ملگري ملتونه او د امریکا متحده ایالاتو او د آلمان استازي هڅه کوي، چي دغه بن بست ته د پای ټکی کښیږدي.

د افغانستان د ښځو اصلي انديښنه دا ده که چيري افغانستان له یوه بحران سره مخامخ شي، نو د افغانستان د ښځو هغه نسبي لاس ته راوړني به له منځه ولاړي شي چي په تیرو دیارلسو کلونو کې یې لاس ته راوړي دي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت بنسټ یوې غړې حمیرا ثاقب، وویل چې تر ټولو زیات زیان افغان ښځو لیدلی دی او نه غواړي چې دغه مصیبتونه دې یو وار بیا تکرار شي: «کاندیدان دي هڅه وکړي چې افغانستان د بې ثباتۍ او بحران لور ته سوق نه شي. ځکه چې ښځې نه غواړي یووار بیا د جگړو او زورزیاتیو قربانیاني شي. ښځې په افغانستان کې د سولي، هوسایي او سیاسي تعادل د رامنځ ته کیدو پلوۍ دي.»

د افغانستان ښځو په انتخاباتي مبارزو کې له دواړو نوماندانو غوښتي ول چې د ښځو د وضعیت د ښه والي له پاره ځانگړي پروگرامونه جوړ کړي. په حکومت کې د ۳۰ سلنه ښځو ونډه، د ښځو د حقوقو د فعالانو له غوښتنو څخه یوه ده.

مېرمن عالمې، په خپلو خبرو کې وړاندي وویل چې ښځې یو وار بیا خپل تیر وخت ته د ورگرځېدو زغم نه لري: «د افغانستان ښځي د تیري ورځي ښځي نه دي. ۱۳ کاله پخوانۍ ښځي نه دي. ننۍ ښځې په دې پوهیږي چې په کومو برخو کې ورته خپل حق رسیدلی دی او په کوم برخو کې نه. اوس ښځي له کلي نولې تر جمهوري ریاست پوري مشارکت غواړي.»

د افغانستان د ښځو سیاسي مشارکت، پر دې خبره ټینگار وکړ چې په ټاکنيزو کمپاينونو کي د افغاني مېرمنو پراخ حضور او په رايي ورکولو سره یې دا وښووله چې یوازي دیموکراسي کولای شي د ښځو حقوق خوندي کړي.