1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان امنيتي ځواکونه ولي خپل روزونکي وژني؟

۱۳۸۹ آذر ۱۰, چهارشنبه

مل پاسوال محمد حسین انډيوال د دويچه ويلي سره په ځانگړې مرکه کي وويل چي ددې لامل د افغان امنيتي ځواکونو په لیکو کي د نا اهلو کسانو ګمارل دي.

https://p.dw.com/p/QMuN
مل پاسوال محمد حسين انډيوال
مل پاسوال محمد حسين انډيوالانځور: DW

دويچه ويله: د دوشنبې په ورځ د ننګرهار په پچير اګام کي يو تن افغان پوليس خپل ۶ تنه امريکايي پوځي روزونکي ووژل .دغسي پيښي په دي وروستيو وختو کي زياتي سوي دي ستاسو په نظر ددې وجه څه ده؟

انډيوال: زه وايم چي په دولتي ادارو کښي بې پروايي ده، بي اعتمادي ده، غلا ، رشوت او اختلاس د چارواکو عمل ګرځيدلی دی. شخصي اړيکي او رشوت د اهل کار په مانا دي. نو په داسي حالت کي څنګه کيدای سي چي وړ کسان دي په کار ؤګمارل سي.

دغه کسان چي د ملي پوليسو ليکو ته راځي دا کتل سوي نه دي،هر څوک په دې ليکو کي داخلېدلای سي، يا فرضاً دا نوي پروګرامونه چي د ملي او محلي پوليسو په نامه تر کارلاندي دي په دي کي هم کيدای سي چي ډير خلک د دښمن لخوا ځای پر ځای سي،او د محلي پوليسو په نامه نوري هم داسي دردونکي واقعې هم رامنځته سي.

زه وايم دغه کسان چي راځي دغه بايد و کتل سي، دلته په محل کي نور هم داسي واقعي شته چي خلک ور څخه په عذاب دي تکليف لري ،له دغه پوليس څخه له دغه اداري څخه ، په دې خاطر چي وړ کسان نه ګمارل کيږي.

دويچه ويله: تاسي ددې پيښي ملامتيا د افغان حکومت د جلب واحظار پر څرنګوالي اچوي ،خو تر پيښي لږ وروسته طالبانو ادعا وکړه چي ګواکي دغه افغان پوليس ددوی سړی و، ستاسو په اند مخالفين د تبلغاتو څخه کار اخلي؟

انډيوال: زه پدې باور لرم چي د افغان دولت مخالفين به خامخا خپل کسان د ملي پوليسو ليکي ته ننباسي، اوپه معين وخت کي به دهغوی څخه داسي ناوړه استفاده کوي اوغټ تاوانونه به پيښوي.

دويچه ويله: تاسي د افغان پوليسو د يو منصبدار په توګه د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنۍ بهير څنګه ارزيابي کوی؟

انډيوال:ما مخکي عرض وکړو چي د محلي يا سيمه ايز پوليسو په نامه يو پروګرام تر لاس لاندي دي چي هغه به تر دې بدتر عواقب ولري، پدې خاطر چي په هغه کي مخالفين او د وطن دښمنان کيدای سي ځای ونيسي او خپل نفر ځای پر ځای کړي، او بالاخره داسي عواقب را منځته کړي، لکه څه وخت مخکي چي د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کي سوي وه، چي د يوه سړي لخوا اته کسان وژل سوي ول، او همدارنګه د ناد علي په ولسوالۍ کي يوه پيښه وسوه چي پر خارجيانو باندي يي ټکان وکړل او د هغو څوکسان يي ووژل او هغه هم يو پوليس وو چي ددښمن لخوا ګمارل سوي وو.

دا پيښي خو خامخا رامنځته کيږي چي هغه سړی چي د پوليسو ليکو ته ورځي هغه تصفيه نه سي ،او ونه کتل سي چي دا څوک دی د کوم ځايه راځي،تظمين يې موجود نه وي ،جرمي سابقه يي ونه کتل سي. داسي سړي چي د پوليسو ليکي ته را داخليږي چي هويت يې نه وي معلوم نو خامخا به داسي پيښي رامنځته کيږي.

دويچه ويله: افغان حکومت غواړي چي په ۲۰۱۴ کال کي په ټول هيواد کي امنيتي مسووليت په غاړه واخلي، ددې دپاره يې د نړيوالو څخه د امنيت ځواک د روزلوغوښتنه کړې. آيا دغه ډول پيښي به دافغانانو او نړيوالو ځواکونو تر منځ باور ته تاوان ونه رسوي؟

انډيوال: باور ته يې تاوان رسولی دی،که د يو کال کارغواړي په يوه هفته يوه مياشت کي دا پلان تطبيق کړي، دا کار د پلان له مخه سرته نه رسيږي. يو کس دي و روزل سي خو د وطن پرستۍ په روحيه دي وروزل سي، هغه ته دي دا ور زده کړل سي چي دا ستا وطن دی او دلته د يو خاص اعتماد او عقيدې په روحيې باندي دي وروزل سي.

دويچه ويله: جنرال صيب تاسي د افغان پوليسو يو سابقه دار افسر ياست ،آيا فکر کوی چي افغان ملي امنيتي ځاکونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته رښتيا هم په ټول هيواد کي امنيتي مسوليت په غاړه واخلي.

انډیوال: که د تعليم او تربيې سيسټم داسي وي لکه دا اوس،که سلاح او مهمات داس وي لکه دا اوس، او داسي بې اعتمادي وي لکه دا اوس،هرګز نه سي کولای. که دغه حالت ته تغير ورکول سي او وړ کسان را جلب سي نو ۲۰۱۴ کال نه بلکي تر هغه يو څه ډير وخت به و نيسي خو کار کېدونکی دی او امکان لري.

عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل